اقتصاد

د ۳۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د قشقري څاګانو خام نفت وپلورل شول

د کانونو او پټروليم وزارت وايي: د قشقري د ۶۰ زره ټنو خامو نفتو د پلور لپاره، بولۍ ترسره شوه. ياده اندازه خام نفت چې ټوليز ارزښت يې، له ۳۰ ميليونو ډالرو څخه زيات دی، داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه د يما پټروليم شرکت مسئولينو په لوړ قيمت و پېرل.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي: د قشقري د ۶۰ زره ټنو خامو نفتو د پلور لپاره، بولۍ ترسره شوه. ياده اندازه خام نفت چې ټوليز ارزښت يې، له ۳۰ ميليونو ډالرو څخه زيات دی، داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه د يما پټروليم شرکت مسئولينو په لوړ قيمت و پېرل. د کانونو او پټروليم سرپرست وزير د قشقرې د خامو نفتو د پلور داوطلبۍ په مراسمو کې وويل: دا لومړی ځل دي، چې افغانستان د نفتو استخراج کوونکی او توليدوونکی هېواد شو. نوموړی وايي، چې يما پټروليم شرکت د قشقري د ۶۰ زرو ټنو خامو نفتو په داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه په لوړه بيه ياده اندازه نفت وپېرل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button