روغتیا

د ۲۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت د نورګرام ولسوالۍ د ملیل او مشفې بنسټیز روغتیايي مرکز ودانۍ افتتاح او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

د دې روغتیایي مرکز ودانۍ د لویدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند په ملیل کلي کې د ۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت په ۱۰۸ کاري ورځو کې جوړه شوې چې د ناروغانو کتنځای، انتظار ځای، لابراتوار، درملتون، ولادت خونه، ګارد خونه، د اوبو رسونې سیسټم، تفرېحي پارک، د برېښنا منظم سیسټم او نور ټول لازمې برخې لري.

د یاد ولایت د روغتیايي مسئولینو په وینا په پلان کې ده څو په نږدې راتلونکې کې د نورستان په مختلفو سیمو کې د ۵ نورو روغتیایي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

دغه ودانۍ د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې UNDP په مالي ملاتړ او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا جوړه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button