ټولنه او کلتور

د ۲۰۹ الفتح قول اردو منسوبینو په بامیانو ولایت ڪې ګڼ شمېر لرغوني آثار او عتیقه توکي ونیول

 تیره ورځ د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ د ڪشف مدیریت منسوبینو د بامیان،کابل او مزار ولایتونو د   استخباراتي منسوبینو په همغږۍ د یو ڪشفي راپور په بنسټ درې تنه قاچاقبران چې د مزار ولایت اوسېدونکي دي د ګڼ شمېر تاریخي آثارو او عتیقه سره چې د ۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت وو، ڪشف او ونیول. په دغو اثارو کې دوه دانې بتان(مجسمې)، دوه مومیایي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، پنځه صندوقونه، دوه دانې تورې (شمشېر) او یو کتاب چې په سرو زرو لیڪل شوې ۱۷ پاڼې لري شامل وو، چې د هیواد ملي موزیم ته وسپارل شول. د یادو تاريخي آثارو او عتیقه د خرڅلاو په تړاو څو تنه نور هم نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button