اقتصاد

د ۱۱ميلياردو افغانيو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې شوې

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ د ملي تدارکاتو کمېسيون د شاوخوا ۱۱ ميلياردو افغانيو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل.

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ د ملي تدارکاتو کمېسيون د شاوخوا ۱۱ ميلياردو افغانيو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسيون نوبتې غونډې ته ،چې د روان لمريز کال د وري مياشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې يې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور، د څلورو لغوه او د يوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په هراړخيز ډول يې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.په منظورو شويو پروژو کې د کابل – کندهار لويې لارې د اساسي بيارغونې د پاتې چارو بشپړول، د کونړ – نورستان سړک د تخريب شويو ساحو بيارغونه، په مختلفو ولايتونو کې د افغانستان برښنا شرکت اړوندې پروژې، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتيا وړ توکو برابرول او يوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به يې سلګونو هيوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button