
د یونسیف موسسې رییس: له افغانانو سره د مرستې لپاره ښه زمینه برابره شوې
په افغانستان کې د يونسیف موسسې رییس فران ایکویزا د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.
ايکويزا ویلي، د اسلامي امارت په راتلو سره د ښه امنیت له امله د دوی فعالیتونه ته ښه زمینه برابره شوې او دوی اوس کولای شي، چې په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا او پاکو اوبو په برخه کې په ډاډمنه توګه خدمات وړاندې کړي او هڅه کوي، چې د نړيوالې ټولنې او نړيوال بانک په همکارۍ د روغتیا په برخه کې خپلو خدماتو ته ادامه ورکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ دوی به تر د ۲۰۲۴ کال پورې ۲۰ میلیونه خلکو ته په افغانستان کې د لومړنيو روغتیايي خدماتو ترڅنګ د پولیو پروګرام له لارې د روان کال تر پایه لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین، شپږ میلیونه ماشومانو ته ښوونیزو توکي او یو میلیون ماشومانو ته د څښلو پاکې اوبه ورسوي.
په افغانستان کې د يونسیف موسسې رییس په وینا؛ د ایران او پاکستان سره پر ګډو پولو د ماشومانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو په موخه سرپناوې جوړې کړو او هم د ماشومان د روغتیا او پوهنې د ملاتړ لپاره ټول هغه امکانات چې په لاس کې لرو په کار واچوو.
سياسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د يونسیف موسسې له فعالیتونو څخه د خوښۍ څرګندولو او مننې ترڅنګ ویلي؛ افغانستان تازه له داسې اوږدې جګړې راوتلی، چې له امله یې د روغتیا، پوهنې بنسټونو، زراعت او د ژوند سم چاپیریال زیانمن شوي، چې د خلکو په ژوند یې ډېر منفي اغیز کړی.
نوموړي زیاته کړې؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه او دوست هېوادونه رامخ ته شي او له افغانانو سره د روغتیا، پوهنې، د اوبو بندونو په جوړولو او په نشيي توکو د روږدو کسانو په تداوي کې لازمې مرستې وکړي او په دې برخه کې د یونسیف همکاري اړینه ګڼو او مونږ ټولو ته له خپل لوري د هر راز زمینه سازۍ ډاډ ورکوو.