هیواد

د یمن پوځ د امریکا او برتانیې بېړۍ په نښه کړې

خبري سرچینو پرون خبر ورکړی چې د یمن ملي پوځ په یمن باندې د امریکې او برتانیې د هوايي حملو په ځواب کې په سور سمندرګي کې د امریکې د ملکیت یو هدف په نښه کړ.العهد عراقي خبري سایټ هم د یمني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سور سمندر په مرکز، د هانیش ټاپو په شمال او د یو ایس ایس آیزن هاور په موقعیت کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د انصارالله د شورا غړی عبدالسلام جحف په خپله ایکس پاڼه کی ولیکل: د امریکا لومړۍ بیړۍ د خدای په فضل سره ډوبه شوه. ځینو غیر رسمي سرچینو هم ادعا کړې،چې د ایزن هاور الوتکې وړونکې بیړۍ د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندیزو بریدونو هدف و. تر اوسه د دغو بریدونو د پایلو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. دا برید د یمن پر بېلابېلو سیمو د امریکا او برتانیا د هوايي بریدونو په غبرګون کې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button