مرکې

د یمن دوسله والو ځواکونو د پوځي شورا غړی او دویاندویانو مشر «بریدجنرال مجیب شمسان» سره د هیواد ورځپاڼې ځانګړې مرکه:صهيونیستانو اعلان شوی هدف ترلاسه نه کړای شو، ناکام دي

په سيمه کې د غربي بېړيو امنيتي تړون بې وسه دی 

قدرمنو لوستونکو!

دصهيونېستي رژيم په وړاندې دفلسطيني ملت دطوفان الاقصی عملياتو او دغه راز په سره سمندرګي او باب المندب تنګي کې ديمني ځواکونو له لوري پر اسرائيلي، امريکايي او برېتانوي پوځي بېړيو دبريدونو په هکله هيوادورځپاڼې ديمن دپوځي شورا له غړي او دوياندويانو له مشر بريدجنرال ((مجيب شمسان)) سره ځانګړې مرکه کړې، چې تاسې يې لوستلو ته رابولو.

 پوښتنه: دتېر اکتوبر له اوومې راهيسې دبې ګناه فلسطينيانو پر ضدداسرائيلو وحشيانه يرغل پيل شوی، ددې ټولې تباهۍ، بې عدالتۍ او وحشيانه جګړې مسئول څوک دي، نيواکګر  اسرائيل که حماس؟

ځواب:  په دې کې شک نشته چې ددې وحشيانه جګړې او بربادۍ مسئول صهيونيستان او هغه امپرياليستي قوتونه دي چې دامريکا او انګرېزانو په مشرۍ ددې ادارې ملاتړ کوي.

   پوښتنه: پر غزې داسرائيلي يرغل په وړاندې دحماس مقاومت ته په کتو، دجګړې پای ته په کومه سترګه ګورئ، دحماس دپوځي دريځ بريا ، يا داشغالګرو په وړاندې ناکامي؟

ځواب:  په نابرابرو جګړو کې که ضعيف لوري ثابت قدم پاتې شي، برلاسي دي او که ځواکمن ګوندونه توانېږي، چې اعلان شوي اهداف ترلاسه کړي، نو ماتې يې خوړلې.

 دفلسطين دمقاومت او صهيونيست رژيم ترمنځ په غزه کې دجګړې حقيقت ته په پام سره ويلای شو، چې  صهيونيست رژيم دجګړې دپنځمې مياشتې په تېرېدو سره له قتل عام او دولس له وژنې پرته بله کومه لاسته راوړنه نه لري. دفلسطين دمقاومت په بدل کې دملکيانو، ماشومانو او ښځو نسل وژنې دصهيونيستو دښمنانو دانساني او مالي تاوانونو ددوام په بدل کې دصهيونيست مېشتو سيمو په لور دتوغنديو ويشتل ددې ښودنه کوي، چې تر اوسه دفلسطين مقاومت بريالی دی.

  هغه فشار چې پر امريکايانو او انګريزانو يې دخپلو سوداګريزو او پوځي کښتيو په،په نښه کولو سره ددې ادارې ددوام وړتيا محدوده کړې، نو دجګړې دپای ته رسېدو پايله چې تمه ورته کېږي، دفلسطين دمقاومت بريا او دصهيونيستي رژيم ماتې ده.

 پوښتنه: په داسې حال کې چې ستاسو ځواکونه دامريکا او بريتانيا جنګي بېړۍ په نښه کوي او په سره سمندرګي کې داسرائيلو دتګ راتګ مخه نيسي او امريکا او بريتانيا پر يمن بمباري پيلوي او دهغوي پوځي ځايونه په نښه کوي، تاسو پر يمن بريدونه او ديمني ځواکونو له خوا يې دغبرګون دوام ته له کوم ليدلوري ګورئ؟  ايا تاسو نه ګورئ چې سيمه په پراخه پېمانه يوې نوې جګړې ته داخله شوې ده؟

ځواب:  دامريکا له اقدام سره سره چې دصهيونيستي بېړيو دساتنې له پاره دسوکالۍ دتړون په نوم يو ائتلاف جوړ شوي دي، دغه اتحاددصهيونيست رژيم پر بېړيو باندې ديمن دسمندري ځواکونو له خوا دمحاصرې په ماتولو کې پاتې راغلی، پر يمن باندې دامريکايي او برېتانيا يرغل او په بېلابېلو ځايونو له 400 څخه زيات بريدونه، مګر دې ټولو … ديمن دوسله والو ځواکونو پر وړتياوو باندې هيڅ اغېزه يا محدوديت نه دی راوستی، ځکه چې دامريکايانو او انګليسانو له خوا بمبار شوي ځايونه هغه ځايونه وو، چې دتېرو اتو کلونو په اوږدو کې څو ځله ديرغلګرو له ائتلاف سره دمقابلې پر مهال لسګونه ځله بمبار شوي.

 همداشان ديمن پر خلاف دامريکې او بريتانيې يرغل دمقابلې دکړۍ دپراخېدو سبب شوی دی او په سيمه کې دامريکې او بريتانيې بيړۍ او دهغوي ټولې ګټې ديمن دوسله والو ځواکونو پر مشروعو هدفونو بدلې شوي دي، او له دې را معلوميږي چې امريکا او برېتانيا په سيمه کې دجګړې او جنجالونو دپراخولو لپاره کار کړی  دی.

  پوښتنه: داسرائيلي يرغل په وړاندې ديمني ځواکونو دريځ داسرائيلي اشغال په وړاندې دنورو هيوادونو له دريځ څخه څه توپير لري؟  او ولې؟

ځواب: هغه څه چې ديمن  دريځ دنورې نړۍ له دريځونو سره توپير لري، دا دي چې دا  يو رسمي دريځ دي ، دحکومت دريځ دخلکو له دريځ سره مطابقت لري او دنورو عربي نظامونو دريځونه له امريکايانو او صهيونيستانو سره دملګرتيا او ضعف دريځونه دي.

 ديمن ددريځ اغېزو او موثريت ته په کتو دصهيونيست رژيم،  امريکا او برېتانيا پر خلاف ديمن دعملياتو داغېزو اندازه له هيچا پټه نه ده.

پوښتنه: په دقيق ډول ستاسو دځواکونو له خوا څومره زيانونه اړول شوي او څومره سمندري کښتۍ په نښه شوي؟  ايا وضعيت به همداسې دوام وکړي؟

ځواب:  ديمن دسمندري ځواکونو له خوا دپه نښه شويو بېړيو شمېر ۵۴ ته رسېږي، چې امريکايي، بريتانوي او صهيونيستي بېړۍ په کې شاملې دي.

 په دې کې شک نه شته، چې دصهيونيستي دولت او دهغو دملاتړو امپرياليستي قدرتونو دامريکا او بريتانيا په وړاندې دفلسطين له مقاومت سره ديمن دولس دملاتړ او ننګې دريځ به پر غزې باندې دتيري او کلابندۍ تر پاي ته رسېدو پورې دوام ولري.

  پوښتنه: په يمن کې مو څومره سيمه تر واک لاندې ده؟

ځواب: ديمن په ډېره زياته برخه زموږ حکومت دی، يوازې دګوتو په شمار ځينې کوچنۍ سيمې له مخالفينو سره دي، چې ډېر ژر به ان شاء الله تعالي دحکومت تر واک لاندې راشي.

  پوښتنه: دوروستۍ پوښتنې په توګه دبې ګناه فلسطينيانو په وړاندې داسرائيلو دظالمانه تيري په وړاندې دهيوادونو او په ځانګړې توګه داسلامي نړۍ مسئوليت څه دي؟  تر اوسه ددوي دريځونه څنګه درته ښکاري؟

ځواب: اسلامي هېوادونه دصهيونيستي استکبار او دلويديځو امپرياليستي هېوادونو په مقابل کې ، چې اسلامي مقدسات تر پښو لاندې کوي، هېوادونه يې اشغال کړي، خلک وژني او شتمني لوټوي، لکه څنګه چې امريکا او ملاتړو لويديځو امپرياليستي قدرتونو يې په افغانستان کې ناوړه جرمونه ترسره کړل ، ډېر مسئوليت لري.

 که نن اسلامي هيوادونه له غزې سره ونه دريږي او لاسنيوي يې ونه کړي، سبا به نور اسلامي هيوادونه هم دغرب دهمدغه وحشت او بربريت ښکار شي.

 دغزې په تړانګه کې له پېښو څخه څرګنده شوه، چې دصهيونيستي دولت او دهغه په څنګ کې دلويديځ دامپرياليستي قوتونو په مشرۍ جګړه يوه ديني جګړه ده، دامريکا دبهرنيو چارو وزير تل ابيب ته له رسېدو وروسته وويل، چې له دې سيمې څخه ليدنه کوي، يو يهودي او امريکايي نه دی، دلويديځ دټولو امپرياليستي مشرانو همدا حال دي، چې دطوفان الاقصي دجګړې په پيل کې يې له تل ابيب څخه ليدنه وکړه او ټول هغ کسان چې له صهيونيست دولت سره يې دفلسطين دخلکو دوژلو او بې ځايه کولو له پاره خپل ملاتړ تاييدکړ.

 اوس اسلامي نړۍ ته په کار ده، چې اقدام وکړي، که څه هم دغرب دامپرياليستي رژيم دسپکاوي په خاطر چې دداسې يو رژيم  ملاتړ او ننګه کوي، چې هيڅ حق او مشروعيت نه لري، نو څنګه به اسلامي هيوادونه او ولسونه له فلسطينيانو سره ددوي دمقدساتو په ملاتړ او دفلسطين دمسلمان ولس تر څنګ نه دريږي؟

هيوادورځپاڼه:

 په دې تنګ وخت کې مرکې ته له فرصت راکولو مو مننه.

مجيب شمسان:

ستاسې دپوښتنو په ځوابولو کې دځنډ له امله بښنه غواړم، ځکه چې موږ پر ځينو مهمو کارونو بوخت وو، له تاسې ډېره مننه او ستاينه موکوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button