ټولنه او کلتورمقالې او تبصرې

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې د ارواپوهنې څرکونه

د استاد ګل پاچا الفت په شعري کلياتو کې داسې شعرونه هم پيدا کېږي، چې د استاد نظريات او ويناوې د ديو پيداګوګ سره پرتله کولا شو.

د پيداګوژي کلمه د پخوانيو يونانيانو اصطلاح ده، چې د پيداګوګس (د ماشوم لارښود) له کلمې څخه يې سرچينه نيولې ده.

استاد الفت په شعرونو کې ډېرې لارښوونې کورنيو (والدينو) اوماشوم ته په کې شته دي، لکه ښوونيز او روزنيز نظرونه، فردي تفاوتونه، د محيط تاثيرات، د اولاد روزنه، د مور پالنه د اولاد لپاره، د مور مينه د اولاد لپاره او داسې نور نظريات او افکار د والدينو او ماشومانو لپاره په کې پيدا کېږي.

دغه د پيداګوژي کلمه د يونانيانو اصطلاح ده، پيداګوګان په هغه دوره کې داسې غلامان و، چې د ماشوم ساتنه يې پر غاړه درلوده، هغوی د اتن د ښار اوسېدونکي ماشومان ښوونځي، جمنازيم (لوبغاړي) او نورو ځايونو ته بيول او بېرته يې راوستل.

وروسته روميانو دغه کلمه له يونانيانو څخه واخيسته، رومي پيداګوګانو د ماشوم پر ساتنه سربېره د هغوی روزنه هم پر غاړه درلوده، تر روميانو وروسته د ښوونې او روزنې وظيفه معلمانو ته سپارل شوې او دغه شان د پيداګوژي کلمې ورو ورو بين المللي سويې ته لار ومونده.

ددغې پيداګوژي د علم په عامېدو سره ډېرو خلکو ددې علم مطالعې ته مخه کړه، دا چې دا علم د ښوونې او روزنې په برخه کې ډېر په کارېږی، نو ډېرو ددې علم مطالعې سره شوق پيدا کړ او دغه پيدا ګوژيکي نظريات او افکار د پښتو ژبې د ډېرو شاعرانو او ليکوالانو په اثارو کې پيدا کېږي، چې د بېلګې په ډول خوشحال خان خټک، عبدالرحمن بابا، عبدالحميد مومند، استاد ګل پاچا الفت او نور داسې کسان ښودلی شو.

د استاد الفت په شعرونو سربېره چې پيداګوژيکي نظريات لري، په تحقيقي آثارو کې هم ځينې داسې نظريات لري، چې پيداګوګانو هم دغه فکر او نظريات درلودل.

د استاد الفت د ادب تيورۍ په برخه کې لومړنی اثر ادبي بحثونه دي، چې استاد په کې د شعر د ښکلا په باب وايي: (تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دی، جمال دی.)

کانديد اکاډمېسین محمد صديق روهي، ادبي څېړنې (ص ۱۱۳)، کې د ښکلا پېژندنې په باب د نامتو پيداګوګ (کانټ) نظريات او افکار داسې راوړي: (انسان په غريزي توګه له ښکلا سره مينه لري، دغه ښکلا د رنګ، اواز او حرکت په توګه په مختلفو هنرونو کې ځان څرګندوي او ښکلا د ټولو هنرونو ګډ خصوصيت دی. (کانټ) ورپسې وايي، چې ښکلا او ګټه بېلا بېل شيان دي، دا شرط نه ده، چې ښکلي شيان دي هرو مرو ګټور وي، د مثال په توګه د کرم ګل د ګلاب د ګل نه ګټور دی، ځکه چې خوړل کېږي، خو هيڅکله شاعر تر اوسه ښايي په دې نه وي بريالی شوی، چې د کرم ګل وستايي، يا مثلا د يوې ښکلې ښځې سره څوک په دې خاطر واده نه کوي، چې له مېړه سره به د پټي په کرلو او رېبلو کې د بدرنګه ښځې په نسبت زياته مرسته کوي، په دې ترتيب (کانټ) داسې فکر کوي، چې ښکلا ځانته مستقل ارزښت لري.)

نو کله چې استاد ګل پاچا الفت د شعر د ښکلا په باب وايي: تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دی، جمال دی.

په حقيقت کې خپله خبره د (کانټ) د ايستيتيکي پر تيوري باندې بنا کوي، دا به هم ښايي درسته وي، چې شاعران او هنرمندان حقيقت نه څرګندوي، بلکې هغوی د واقعيت تقليد کوي.

د ښکلا په باب د پيداګوک (کانت) نظر او فکر استاد ګل پاچا الفت هم لري او تاييدوي.

د استاد الفت په شعري کلياتو کې هم پيداګوژيکي نظريات شته دي، چې څو بېلګې يې دا دی:

الف: ښوونيز او روزنيز نظرونه:

د محتوا او معنا له مخې د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې ښوونېز او روزنيز نظرونه او ښوونې او روزنې ته د انسانانو د اړتيا په باب ډېرې ويناوې شته دي.

د علم حاصلول په هر مسلمان (نر او ښځه) فرض دی.

هم د مذهبي او هم د عقلي او تجربوي دوه نظريو له امله روښانه ده، چې نسل تل تر پيدايښت وروسته ددې لپاره چې د چاپېريال د ګټورو او خطرناکو عواملو د ټولګې ترمنځ لار ورکه نه کړي، ښوونې او روزنې ته ډېره اړتيا ليدل کېږي، استاد الفت د قرآن او حديثونه باخبر وه، د عصري علومو مطالعه يې درلوده او د خپل تجربوي ژوند له امله د عوامو خلکو د نېکبختۍ او خوشبختۍ له امله د ښوونې او روزنې په باب ډېر نظريات درلودل او له عوامو نه يې د ښوونې او روزنې غوښتنه کوله.

ښوونه او روزنه دوه بېلا بېلې کلمې دي، چې له بېلا بېلو مفاهيمو سره د دوه جلا کلمو مفهوم اخيستلی شي، خو له ليکلو څخه يې چې په مترادف ډول راځي، داسې څرګندېږي، چې يوه معنا لري، خو په اصل کې ښوونه او روزنه يو له بله توپير لري او دوه جلا جلا مفاهيم لري.

د انسان ټول کارونه، کړنې او سلوکونه، چې د (رعايت، عادت او اطاعت) تر عنوان لاندې سرته رسېږي او يا څرګندېږي، د تربيت (روزنې) له ډول څخه شمېرل کېږي، يا د روزنې په نوم يادېږي.

هغه مفاهيم چې نتيجې يې د انسان د ذهني او رواني حرکي کړو وړو په بڼه څرګندېږي، د تعليم (ښوونې) له مفهوم څخه شمېرل کېږي، يا د ښوونې په نوم يادېږي.

د استاد الفت په شعري کلياتو کې ښوونيز او روزنيز نظرونه او ښوونې او روزنې ته د عوامو تشويقولو او هڅولو بېلګې شته دي، چې د ښوونې او روزنې په هکله به ددې له شعرونو ځينې بېلګې راوړم:

فضيلت د انسان علم و عمل دی

که په سر یې پټکی شال او که ململ دی

د هر چا معنی ته ګوره نه لباس ته

ما د ښه لباس خاوند وليد مهمل دی

په تورتم کې دې هغه سړی وي وړاندې

چې يې لاس کې د عرفان ښايسته مشعل دی

د استاد ګل پاچا الفت شعرونه ډېر ښوونيز مسايل لري او خلک يې د تعليم، پوهې، علم او تحصيل لپاره تشويق کړي دي (د معارف ترانه) تر عنوان لاندې يو نظم دی، چې څو بیتونه يې داسې دي:

د جهل دوره تېره شوه دا عصر د عرفان دی

بې علمه ژوندون ګران دی

په حق پسې روان يو

د علم پتنګان يو

د جهل دښمنان يو

لښکر د معارف يو لوړ زموږ نام و نشان دی

بې علمه ژوندون ګران دی

د استاد پورتنۍ دوه بېلګې د ښوونيزو شعرونو ښې نمونې دي او کلياتو کې داسې نمونې په لسهاوو پيدا کېږي.

د الفت صاحب په شعرونو کې روزنيز نظريات هم پيدا کېږي، چې لاندې څو مثالونه د نمونې په ډول راوړم:

ښه سړی چې له بدانو سره مل شي

دده فکر د هغوی فکر کې حل شي

همدغه مسخ کېدل دي په معنی کې

چې يې خوی د کوم حيوان په خوی بدل شي

+++

افتخار په مال او عار له فقره نه کا

د کمال خاوند په هر صورت افضل دی

همېشه په ښه سيرت سړی ښه ښکاري

په صورت باندې که زېړ او يا شډل دی

د استاد الفت پورته راغلي شعرونو کې روزنيزو موضوعاتو ته نغوته په کې شوې ده.

د انسان په داخلي جوړښت (خوی، عادات، اخلاق، سړيتوب، انسانيت، جذبات، احساسات، عاطفه او داسې نور) باندې د ښوونې او روزنې اغېزې وي.

ښوونه او روزنه يو له بله لازم او ملزوم دي، خو ډېر عالمان، پوهان او تحصيل کوونکي مې وليدل، چې ښوونيزه برخه يې پياوړې ده، خو روزنيزه برخه يې ضعيفه ده، نن مو د ټولنې ډېر خلک ښوونه لري، خو روزنه يې کمزوې ده، چې زما په پوهه له ښوونې روزنه ډېره مهمه ده.

استاد الفت پخپلو شعرونو کې د ښوونې او روزنې په حاصلولو ټينګار کړي دي.

ب: فردي تفاوتونه:

د استاد الفت په شعرونو کې د محتوا له مخې د (فردي تفاوتونو) تر مفهوم لاندې شعرونه هم شته دي.

په اروا پوهنې کې (فردي تفاوتونه) د ځانګړي سرليک لاندې توضيح او تشرېح کېږي، چې لوی لوی بحثونه پرې شوي دي، چې زه د موضوع اړوند یې په لنډ ډول وړاندې کوم.

د نړۍ د ټولو انسانانو داخلي جوړښت (مينه، محبت، احساسات، جذبات، تخیلات، شخصيت، سړيتوب، اخلاق او نور) او خارجي جوړښت (قد، قواره، د پوستکي رنګ، سترګې، پوزه، غوږونه او داسې نور) يو له بله سره توپير لري.

په نړۍ کې هيڅ يو داسې انسان به نه وي، چې له بل انسان سره په داخلي او خارجي جوړښت کې سره يو شان وي.

د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې داسې بېلګې شته دي، چې د فردي تفاوتونو مفهوم ارايه کوي.

(ډاکتر يوسف کريمي، روانشناسي اجتماعي) کې د فردي تفاوتونو په باب داسې وايي:

ژباړه: (د ځمکې پرمخ د نړۍ ټول مخلوقات، ژوندي، غير ژوندي که هغه حيوانات وي او که نباتات وي، الله تعالی په يو ټاکلي اندازه او ښکلا سره پيدا کړي دي، د وراثت او محيط تاثيرات دي، چې د انسانانو داخلي او خارجي جوړښت يو له بله سره توپير لري، د بېلګې په ډول د قد لوړوالی، وزن او ذکاوت د توپيرونو له جملې څخه ګڼل کېږي.)

سيد اصغر هاشمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button