
د ګلیم اوبدونکو ستونزې دې حل شي
په افغانستان کې غالۍ اوبدل مهم تولیدي صنعت دی او ډېره اوږده مخینه لري،چې له میلاده وړاندې دغه صنعت زموږ په هېواد کې رواج درلود او په بېلابېلو وختونو کې یې زموږ په اقتصادي برخه کې ارزښتمن رول لوبولی دی، خو د دې ترڅنګ د ګيلم اوبدلو صنعت هم د هېواد مهم تولیدي صنعت بلل کېږي، خو نن سبا په کور د ننه د ګيلم اوبدلو صنعت کاروباریان له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي، دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د غالــۍ او ګليم اوبدونکي د خامو موادو د کمښت په اړه اندېښمن دي او د ګيلم د پلور سوړ بازار ناهيلي کړي دي، په همدې تړاو د خپلو توليداتو لپاره له مسوولو چارواکو د بازار موندلو غوښتنه کوي،دا چــې ډېر اوسېدونکي د ګيلــم اوبدلو پــر توليد بوخت دي او لــه همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حلوي، خو وېره دا ده که د ګيلم اوبدلو صنعــت همداســې ټکنی پرمخ لاړ شي، ځايــي توليدوونکي به له زياتو ستونزو سره مخ شي.
نو پر دې اساس اړینه برېښي او هیله کیږی چې د افغانستان اسلامي امارت اړونده ارګانونه د هیواد د ګيلــم اوبدلو او غالیو صنعت کاروباریانو ته د دغه صنعت د پرمختګ لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او هم ورسره هر اړخیزې مرستې وکړي.
که څه هم د اوسني حکومت مسوولینو په بېلابېلو برخو کې د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې تریوه حده پانګونې کړې ترڅو افغاني صنعت په چټکتیا وده او پراختیا ومومي او په ښه بڼه او کیفیت سره د هېواد، سیمې او نړیواله کچه مارکیټونو ته لاره پیدا کړي، خو بيا هم دمګړۍ د هېواد ګیلم اوبدونکي له یو لړ ستونزو سرټکوي چې پورته ترینه یادونه وشوه، جدي اړتيا بلل کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین باید په مناسبو وختونو کې د هیواد د ګیلم اوبدونکو د ستونزو د حل لپاره لازمې آسانتیاوې په نظر کې ونیسي ترڅو د دغه ښکلي صنعت مینه وال لا وهڅېږي او په خپله دغه صنعت ته وده او پراختیا ورکړي، همداراز اړینه ده چې ګڼ شمېر خیریه موسسې او بنسټونه د هیواد د ګیلم او غالۍ اوبدونکو د ستونزو د حل لپاره لازمې مرستې وکړي، خام مواد دوی ته په مناسب وخت او ښه بیه ورسوي، ترڅو يې په راتلونکې کې توليدات ټکني نه شي، همداراز نوي او مډرنه د ګیلم اوغالۍ اوبدلو تخنیکي وسایل د دوی په واک کې ورکړي او دوی په دې وتوانېږي چې دغه ښکلی صنعت لا هم په ښکلو ښکلو ډیزاینونو او نویو بڼو خپلو کورنیو او بهرنیو مینه والو ته وړاندې کړي.
بناً پاک الله(ج) دې وکړي چې د اسلامي امارت اړونده مراجع د هېواد د ګيلــم اوبدلو او ترڅنګ یې هم د غالۍ اوبدونکو سره د نوموړي صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې سربېره پردې چې خپلې هېڅ راز مرستې ونه سپموي، بلکې د نورو خیریه موسسو، بنسټونو او په ټوله کې د قدرمنو پانګه والو هر اړخیزې پانګونې او همکارۍ هم راجلب کړي ترڅو په مرسته یې د تل لپاره زموږ د هېواد دغه ښکلي صنعت سربېره په کور د ننه، په سیمه ییزه او نړیواله کچه مختلفو مارکیټونو او نندارتونونو ته وړاندې شي، ښه وځلېږي، لومړی مقام وګټي او د مینه والو زړونه راخپل کړي او په دې توګه له دې پلوه هم د هېوادوالو اقتصادي وده او پرمختګ وکړي او ورځ تر بلې لا هم غښتلی او پیاوړی شي.
شاه محمود دروېش