سرلیکنې

د کډوالو پالنه او د استوګنې ستونزې  !

داسې خبرېږو چې په  دې  ورځو کې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو ګډوالو لړۍ بیا ګړندۍ شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ په بده ورځ هېواد ته را ستنېږي.

48 / 100

داسې خبرېږو چې په  دې  ورځو کې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو ګډوالو لړۍ بیا ګړندۍ شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ په بده ورځ هېواد ته را ستنېږي. دا چې دوی له هرپلوه خورا ډېرو ستونزو سره لاس ګرېوان دي، هرچاته معلومه ده. خو موږ باوري یو چې غالباً لویه ستونزه یې دا ستوګنې ده. دوی مجبور دي چېرته دښتو او مېرو کې به خیمې او چوپالونه دروي. هلته چې نه اوبه اونه د ژوند کومه بله اړتیا پوره کېدی شي. له بده مرغه افغانستان کې شاړو، وچو ډاګونو ته وتل یوازې د اړتیاوو د نشتون ستونزه نه ده بلکې له محلي خلکو سره مخالفت او دښمنۍ ته ملاتړل هم دي. ځکه هيچيري داسې کومه شاړه نشته چې بېلا بېل قومونه یا حکومت او یا دواړه یې دعوادار نه وي! اوس نو خلک چېرې ولاړ شي؟ البته د کلیو، ښارګوټو او کورونو د تنګون او مناسبو استوګنځایو د نشتون لانجه یوازې را ستنېدونکو کډوالوته نه ده ورپېښه، دا د غوڅ اکثریت هېوادوالو ستونزه ده. ځکه ښکارده چې د (۱۳۵۷ هجري شمسي) کال له سره بیا تر ننه د تېرو شپږ څلوېښت کلو په اوږده زمانه کې هېڅکله د کوم حکومت له خوا نه کومه نوې ځمکه خړوبه شوې او نه پر خلکو وېشل شوې ده. پرته له هغو څو ښارګوټو چې یاد کډوالو لپاره ټاکل شوي او یا د ځينو زورواکو له خوا قانوني یا بې قانونه توزیع او پر خلکو پلورل شوي، خو په هر صورت بیا یې هم د یو شمېر کورنيو د مسکن ستونزه هواره کړې. تاسې راځئ یو سرتاسري حساب وکړئ چې دغو شپږڅلوېښت کلو کې به د هېواد وګړي څومره زیات شوي وي؟ دوی پورته آسمان ته وخیژي، که د ځمکې تل ته کوز شي؟ ځکه موجوده وضعیت خو داسې دی چې که د هر کلي یو څوک د خپل پخواني کور خواته هم کومه خونه او کلا جوړوي نو سبا د حکومت عسکر نېغ ورته ولاړ وي چې دولتي ځمکه ولې  غصبوې؟

په هرصورت د هېواد خالي ډاګونه، غرونه او رغونه هر افغان په رڼو سترګو ویني او ښه پوهېږي چې پر خلکو ووېشل شي ټول هېوادوال به ډېر ښه وپالل شي، د استوګنې ستونزې به حل، څه نا څه زراعت او مالداري به وده، بې روزګاري به کمه او کورنی اقتصاد به پرمختګ وکړي. خو دا هلته چې دهر کور لپاره درې بسوې نه، بلکې چې یوه برخه قطعاً له جریبه کمه نه وي. ځکه څلورو، پنځو کلوکې حتماً د یوې کورنۍ اړتیاوې زیاتېږي او څو نورو کوټوته یې هم ضرورت پيښېږي. په دې اساس نو دا وخت د حکومت ذمه واري او مسؤليت دي چې د خپل رعیت د استوګنې او بسیا کولو غم وخوري او مناسبه چاره یې ولټوي. په دې کې د حکومت لپاره هم زښته ډېرې ګټې نغښې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button