سرلیکنې

د کډوالو د راستنېدو نوی بهير او د افغان حکومت مسئوليت!

د ځينو پاکستاني رسنیو له راپورونو داسې ښکاري چې کېدای شي لنډه موده وروسته یو ځل بیا هېواد ته د کډوالو د راستنېدو بهیر را ګړندی شي، په دې ترڅ کې د پاکستاني چارواکو ترڅنګ خپله د افغانانو د بېلابېلو کمېسيونونو او ټولنو د استازو له څرګندونو هم معلومیږي چی زیاتره کډوال خپله هم لېوال دی، څو په مناسبو شرایطو کې له موقع استفاده وکړي او خپل هېواد ته راستانه شي، همدارنګه زموږ عام هېوادوال هم په دې باور دي چې که کډوال د پسرلي په موسم کې د راستنېدو تابیا ونیسي، نو دا به د هغوی لویه نېکمرغی وي، ځکه دا مهال زیاترو سیمو کې د پسرلي خورا ښه موسم پیل شوی او هره کورنۍ کولی شي له همدې مناسب فرصته په استفادې تر څه حده د خپلې سرپناه غم وخوري.

په داسې حال کې چی د تېر ژمي په سر کې خپله راستنېدونکو او ټولو هېوادوالو هغه بدې ورځې ولیدلې چې په سخته یخنۍ کې له پاکستانه په جبري توګه راشړل شويو خلکو وګاللې. البته هغه مهال نه موسم مناسب و، نه خپله کډوالو څه اراده او ترتیب درلود او نه د حکومت له خوا له مخکي کوم چمتووالی نیول شوی و، خو بیاهم دا د چارواکو اخلاص او د یو شمېر خواخوږو هېوادوالو مېړانه وه چې د سلګونو زرو کډوالو ښه درناوی، خدمت او تر خپله وسه پالنه وشوه، په دې اساس ویلی شو چې دا ځل خو باید د راستنېدونکو لپاره انتهایي مناسب پلان او له هره پله پوره کره چمتووالی ونیول شي. که څه هم دا ښکاره ده چي زیات شمېر کډوال خپله هم دومره وسایل او توان لري چې له دولتی خوراک، پوښاک او سرپناه به مستغني وي، خو یو شمېر به خامخا داسې هم وي چې له هره اړخه به جدي پالنې ته اړتیا ولري. ځکه خو په کار ده چې د هغوی د پالنې لپاره ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویو ټولنو سره اړیکه او همغږي وشي څو یادو مجبورو کورنیو سره د ورپېښو ستونزو په هواري کې بشپړه مرسته وشي. د یادونې وړ ده چې د یادو کډوالو خدمت او پالنه د اسلامې امارت لپاره یو داسی ازمیښت هم دی چې که ښه په کې وځلېږي هم به نړیوال اعتبار ترلاسه کړي او هم به یې خپلو افغانانو کې د هیلو غوټۍ راوغوړېږی.

دغه راز د کډوالو په راستنېدو سره به ټول افغان ملت د پردیو له احسان او مننې هم خلاص او د بې ځایه فشارونو روانه لړۍ به هم پای ته ورسېږی. خدای دې وکړي چې ټول افغانان پر خپل نغري راغونډ او د خپل هېواد د پرمختګ او بسیاینې لپاره په ګډه ملا وتړي.

افغان حکومت بايد د کډوالو د ښې پالنې لپاره له خپلو امکاناتو ګټه واخلي، نړيوال خيريه بنسټونه يې لاسنيوي ته وهڅوي او د هغوی مرستې منسجمې کړي. دغه راز د کوربه هیوادونو له حکومتونو سره له ډيپلوماتيکو لارو چارو له نږدې کار وکړي، ترڅو د کډوالو پانګې په مصئون شکل هيواد ته را انتقال کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button