ټولنه او کلتور

د کوکجر د اوبو ذخیره کولو کوچنی بند د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

سمنګان ولایت کې د کوکجر د اوبو ذخیره کولو کوچنی بند د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالي کې د کوکجر د اوبو ذخیره کولو کوچنی بند د دوه میلیونه، دوه سوه دوه نوې زره ، اته سوه او څلوېشت(۲،۲۹۲،۸۴۰) افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. نوموړی بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د یوه داخلي خصوصي شرکت له لوري د ځمکې لانې اوبو د پياوړتیا، د موسمې سیلابونو د کنټرول او د چاپيریال د ښکلا په موخه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button