اقتصادټولنه او کلتور

د کونړ_نورستان په لویه لاره ګوردر پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي، د کونړ _ نورستان پر لاره د واما ولسوالۍ اړوند  ګوردر پل جوړ او د تګ راتګ لپاره د موټرو پر مخ پرانستل شو.

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي، د کونړ _ نورستان پر لاره د واما ولسوالۍ اړوند  ګوردر پل جوړ او د تګ راتګ لپاره د موټرو پر مخ پرانستل شو.

د نورستان ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد نبي عادل ویلي، د یاد پله رغنیزې چارې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې او اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي په وینا، دغه پل چې د متحد صافي ساختماني شرکت لخوا جوړ شوی، ۲۶ متره اوږدوالی، ۴.۹ متر پلنوالی، ۵ متره لوړوالی او دغه راز دواړو خواو ته ۱۳۳۰ متر مکعب په اندازه استنادي دېوال لري.

د سيمې اوسیدونکي خوښ دي او ټولګټو چارو ریاست نه د مننې ترڅنګ د عمومي سرک په  اساسي توګه رغولو او پخولو غوښتنه کوي.

د یادونې وړده یاد پل کونړ د نورستان سره نښلوي،په دغه سیمه کي د سیلابونو راوتلو له امله څو ځلې ویجاړ شوي دي،چې موټر چلوونکي او خلک د تګ راتګ په وخت کې له سختو ستونزو سره مخ وو اوس چې نوي پل جوړ شوي ستونزې یې ورسره حل شوي دې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button