روغتیا

د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس ‌پاتې چارې پيلېږي

عامې روغتیا سرپرست وزیر کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسعدآباد ۲۰۰ بستریز کمپلېکس څخه د کتنې پرمهال ویلي چې د یاد ولایت د ۲۰۰بستریز روغتیایي کمپلېکس چارې به ژر پیل شي.

عامې روغتیا سرپرست وزیر کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسعدآباد ۲۰۰ بستریز کمپلېکس څخه د کتنې پرمهال ویلي چې د یاد ولایت د ۲۰۰بستریز روغتیایي کمپلېکس چارې به ژر پیل شي.
نوموړي ویلي، هغه پروژې چې چارې یې نیمګړې پاتې دي سرپرست حکومت یې د بشپړولو هوډ لري. د کونړ د اسعداباد د مرکزي روغتون رییس وايي، دوی د ۱۰ بستریز روغتون په ودانۍ کې د ۱۵۰ بستر ناروغانو چارې ترسره کوي. نوموړی وايي،

 د دغه مجهز کمپلېکس په جوړېدو به یې ستونزې هوارې شي. د یاد کمپلېکس چې په ۱۳۹۸ کال کې یې د ۳۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت چارې ترسره شوې، چې ۷۲ سلنه کار یې بشپړ شوی او پاتې چارې یې تر اوسه همداسې پاتې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button