اقتصاد

د کونړ پیاز په لومړي ځل هندوستان ته صادر شول

د کونړ سوداګرو د لومړي ځل لپاره د ۹۱ میلیونو افغانیو په ارزښت پیاز هندوستان ته صادر کړي دي.دغو سوداګرو وړاندې ویلي چې د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې به اته زره ټنه پیاز د پاکستان له لارې هندوستان ته ولیږدول شي.

55 / 100

د کونړ اوسیدونکي او کروندګر هندوستان ته د خپلو حاصلاتو پر صادرولو خوښي ښیي خو دوی له اسلامي امارت څخه د سړو خونو جوړولو، کیمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د کونړ ولایتي مسولینو ویلي، حکومت هڅه کوي چې د کرندګرو محصولاتو ته په کور دننه او بهر د خرڅلاوو مناسب بازار پیدا کړي.

د کونړ ولسونه په دې اند چې که کرنه یې په ماډرنو وسایلو ترسره شي، افغان حکومت ورته نړیوال بازارونه ومومي، نو د کروندګرو او هېواد اقتصاد به وده وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button