
ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې د يکشنبه په ورځ د کور او ښار جوړولو او د کليو د بیارغاونې او پراختيا وزارتونو خپلې يو کلنې لاسته راوړنې او فعاليتونه له رسنیو سره شريک کړل.د کور او ښار جوړولو وزارت مسئولين وايي: د ټول هيواد په کچه ۶۵۲ ښارګوټي شته چې ۳۵۰ ثبت او راجسټر شوي او د پاتې نورو ثبت او راجسټر د معيارونو په پام کې نيولو سره دوام لري.د دغه وزارت د ښاري چارو مرستيال شيخ مدار علي کريمي غونډې ته وويل: د کابل او نورو ولايتونو لپاره ۲۷ ښاري پلانونه جوړ شوي او تر څنګ يې په يو شمېر ولايتونو کې ۲۰ نور بېلابېل پلانونه تر کار لاندې دي.نوموړي زياته کړې ،چې په کابل او ولايتونو کې د ښارګوټو او ودانيو جوړولو په هدف ۱۶۰ بېلابېلې ساحې سروې شوي دي.((د تېلو او ګازو پمپ سټيشنونو د معياري کولو په هدف د هيواد په کچه د ښاري پلانونو مطابق لارښوونې او شرايط جوړ شوي. د علمي او تخنيکي لاسته راوړنو او تجربو د عملي کولو په هدف د نوي کابل ښار پروژې طرحه او پلان وارزول شو او د ماسټر پلان مطابق د تفصيلي پلان بيا کتنه هم وشوه.))د ياد وزارت د ودانيزو چارو او زونونو د پراختيا معنيت سرپرست مولوي روح الله احمدي رسنيو ته وويل چې د خلکو د شکايتونو او ستونزو شاوخوا ۴۱۵ بېلا بېل اسناد او مکتوبونو ته رسېدنه شوې ده.((د هيواد په کچه د ۹۵۲ تعميراتي، بنسټيزو او ترميماتي پروژو او د غير منقولو خصوصي او دولتي ملکيتونو براورد شوی او قيمت يې هم معلوم شوی دی.)) همدارنګه د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت مسئولينو هم د تېر کال لاسته راونې له رسنيو سره شرېک کړې.د ياد وزارت مسئولين وايي، د هيواد په ۲۶ ولايتونو کې د اوبو رسولو ۱۰۴ پروژې چې وزارت يې خپله د تطبيق مسئوليت پر غاړه لري، د يونيسف په مالي ملاتړ بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې؛ چې په پايله کې يې يو ميليون ۴۴۷ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د کليو او ودانيزو چارو مرستيال مفتي سيد احمد مستقيم ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې پر يادو پروژو څه باندې ۵۰۰ ميليونه افغانۍ لګښت راغلي او خلکو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده. ((له داخلي بوديجې څخه په ۱۴ ولايتونو کې د څه باندې ۵۸۰ ميليونو افغانیو په ارزښت د کانکريټي کانالونو، پلونو، سړکونو، وسپنيزو پلونو، مخافظوي دېوالونو، سربندونو او جغلي سړکونو پر ۵۹ پروژو کار دوام لري.)) دغه وزارت له يونپس شرکت سره د ۱۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت په ۲۶ ولايتونو او ۶۸ ولسواليو کې د سړک او اوبو رسونې په برخو کې د زرګونو پروژو هوکړه ليکونه لري چې له ډلې يې اووه سوه پروژې بشپړې او پر نورو کار دوام لري. احمدي