سیاست

د کورنیو چارو وزیر:په رسمیت مو ځکه نه پېژني، چې فرمایشات یې ردوو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پرون خپل پلرني ټاټوبي، د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ ته د لوی اختر مبارکۍ په پار ورغلی و.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پرون خپل پلرني ټاټوبي، د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ ته د لوی اختر مبارکۍ په پار ورغلی و.

خلیفه صاحب د ګردې څېړی له ولسونو، علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره ناستې کړي او د دوی حال یې پوښتلی.

خلیفه صاحب حقاني په یوه غونډه کې ویلي چې نړۍ یې ځکه نه پېژني چې تپلي فرمایشات یې ورسره نه دي منلي او د دوی غوښتنو ته غاړه نه ږدي. نوموړوي وړاندې ویلي چې پر اوس شکر پکار دی، هیواد ازاد او بشپړه خپلواکي مو په برخه شوې.

خلیفه صاحب د ګردۍ څېړۍ ولسونو ته په خطاب کې ویلي چې ستاسو شهیدو بچو راته دا نه دي ویلي چې زموږ کورنۍ وپالئ؛ بلکې د اسلامي نظام د پایښت ارمان یې درلود او موږ به د دوی ارمانونه پالو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button