ټولنه او کلتور

د کورنیو چارو وزارت معین:د هېواد په کچه ۷۵ زره معتادین د درملنې په موخه راټول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معین عبدالحق آخندزاده له مل پلاوي سره د امیرالمومین حفظه الله د فرمان د پلي کولو په موخه غزني ته د سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د هېواد په کچه له مخدره توکو سره د مبارزې پر وړاندې ۳ زره ۷۰۰ عملیات ترسه کړي دي.

په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معین عبدالحق آخنده زاده وویل، چې د امیرالمومین حفظه الله د فرمان په اساس په ټول هېواد کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق، پلور او ګټه ترې اخیستل منع دي.

آخندزاده زیاته کړه، چې اسلامي امارت له نشه یي توکو سره په مبارزې کې ټینګ هوډ لري او تر اوسه یې د هېواد په کچه ۷۵ زره په مخدره توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي، چې له ډلې یې تر اوسه د ۵ زرو کسانو درملنه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د هېواد په کچه له نشه یي توکو سره د مبارزې پر وړاندې ۳ زره ۷۰۰ ضد عملیات ترسه کړي، چې په کې ۱۴۷ د نشه یي توکو د تولید کارخونې او ۴۰۴ ټنه نشه يي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button