سیاست

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پرون ورځ کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.

 وانګ وویل: چین د افغانستان په څنګ کې ولاړ دی، مونږ په دې باور یو چې د ملتونو پرمختګ یوازې په یوهٔ آزاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او افغانان.اوس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي. موږ په نورو هیوادونو د فشارونو، بندیزونو او لاسوهنې د سیاستونو پلوي نه یو، د افغانانو په مقابل کې هم د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدوو. قدرمن خلیفه صاحب په دې اړه د چین هېواد د واقعبینانه موقف ستاینه وکړه او ویې ویل:په نړیوال تعامل کې د عدالت عنصر نهایت مهم دی، تر هغو چې اخلاقي اصول په دې ساحه کې د ضوابطو په توګه حاکم نه شي، د اعتماد واقعي فضاء نه رامنځته کېږي. نورو ته په ذهن او عمل کې «شر» پالنه یو «ناروغ» سیاست دی. مونږ په ښو اړیکو باور لرو، د ا. امارت تګلاره د تعامل او تفاهم ده،د خیر اراده لرو چې له نورو مو هم همداسې توقع ده. دواړو لورو په اسلام آباد کې د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې وارزولې او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button