
د کورنیو چارو سرپرست وزیر له یو شمېر سياسي کارپوهانو او فعالانو سره وکتل
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدین حقاني د هیواد له ځینو سیاسي اشخاصو او لیکوالو سره لیدنه کې د ځينو ستونزو د حل او پرمختګونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدین حقاني د هیواد له ځینو سیاسي اشخاصو او لیکوالو سره لیدنه کې د ځينو ستونزو د حل او پرمختګونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.په دې لیدنه کې د سیاسي چارو کارپوه حميدالله هوتک د هېواد بېلابېلو سیمو ته د خلیفه صاحب په ګډون، د مشرانو سفرونه د ملي او سیاسي تفاهم د روحیې د پياوړتیا لپاره ګټور وبلل او د ولسي حقونو تضمین د حکومت له دقته ډک مسوولیت یاد کړ.د غونډې د ګډونوالو په وینا، د خليفه صاحب سفرونه د ولس د اقشارو تر منځ د وحدت سبب ګرځېدلي دي. دغه راز دوی وويل: له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون باید د کادرونو د رابللو چارې لا ګړندۍ کړي او د پردیو هېوادونو له کمپونو یې را وباسي.نعیم ګل څمکني وويل: د پردیو توطیو دا هېواد شاوخوا ۴۵ کاله په شخړو کې ښکېل کړی و چې باید له دې وروسته افغانان د نورو په لمسون د ناخوالو د ایجاد کوښښ و نه کړي.قدرمن خليفه صاحب د ګډونوالو د نظرونو تر اورېدو او مننې وروسته وويل: د متقابل زغم له لارې اکثره ستونزې ختمېدای او د بدبينۍ او نفاق روحیه له منځه تلای شي. د خليفه صاحب په وینا، ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او تر ټولو ډېره توجه د مثبت ذهنیت جوړښت ته لازمه ده.ښاغلي حقاني وويل: د عصري او ديني علم په نامه د علم تر منځ فاصله ایجادول زموږ د اکثرو ستونزو لامل ګرځېدلی دی. دغه راز یې زیاته کړه چې د فکري اختلاف ستونزه به هم په مشوره او وحدت حل شي، خو مهمه دا ده چې موجود فرصتونه ضایع نه شي.خليفه صاحب د عامه نظم د ټينګښت په اړه وویل: له جوازه پرته څوک وسله نه شي ګرځولای او د پوليسو د تشکیلاتو تر بشپړاوي وروسته به یې جوازونه او يونیفورم هم تکمیل شي.ښاغلي حقاني د سیمې او نړۍ اړوند یاده کړه: حکومت یې له هيچا سره ستونزه نه لري او په دوحه کې شوې ژمنې د دوی له خوا عملي شوې دي.