ټولنه او کلتور

د کورنيو چارو وزارت : په هېواد کې مو د کوکنارو شاوخوا ۴ زره هکتاره کروندې له منځه وړي

د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت وايي، په هېواد کې د کوکنارو شاوخوا ۴ زره هکتاره کروندې له منځه وړل شوې دي.د دغه معينيت د دفتر رئيس زياتوي، اوس هم په پنځو ولايتونو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو بهير روان دی.حسيب‌الله احمدي وايي:  (( د هېواد په مرکز او ولايتونو کې تر دې دمه د څلور زره هکتاره په شاوخوا کې ځمکه د نشه‌يي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده.))بل‌خوا، د کابل امنيه قومانداني وايي، د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته، په پلازمېنه کې شاوخوا زر تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلورلو په تور نيول شوي دي.د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي:  (( په کابل ولايت کې تر زرو مظنونين نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي، دا هغه کسان وو ،چې دلته به يې نشه‌يي توکي قاچاق کول او هم به يې نشه‌يي توکي خرڅول.)) بل‌پلو، يو شمېر کروندګر چې د کوکنارو کروندې يې اړول شوې دي، له افغان حکومته د بديل کښت د زمينې د برابرېدو غوښتنه کوي.له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معنيت وايي، د تېر کال د سروې له مخې، په ټول هېواد کې له درې نيم تر څلور مېليونه پورې په نشه‌يي توکو روږدي کسان شته او کورنيو چارو وزارت په‌ وروستيو کې په‌دې تړاو نوې سروې پېل کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button