اقتصاد

د کندوز د برېښنا ریاست په عوایدو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندوز د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال د ۸ میاشتو په عوایدو کې یې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د کندوز د برېښنا ریاست مرستیال انجنیر محمد صادق امین وايي، چې دغه ریاست په تېرو ۸ میاشتو کې ۸۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې ۵۱۹ میلیونه افغانۍ وې او دغه شمېره ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کندوز د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال د ۸ میاشتو په عوایدو کې یې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د کندوز د برېښنا ریاست مرستیال انجنیر محمد صادق امین وايي، چې دغه ریاست په تېرو ۸ میاشتو کې ۸۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې ۵۱۹ میلیونه افغانۍ وې او دغه شمېره ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي. د نوموړي په خبره، د یاد ولایت د برېښنا ریاست عواید له تجارتي او رهایشي برخوڅخه راټول شوي دي. چې په کندز کې اوس ۶۰ سلنه برېښنا شتون لري، خو د کندوز قلعه زال، کلباد او آقتاش ولسوالیو له برېښنا څخه بې برخې دي خو هڅه کېږي چې یادو ولسوالښ هم له برېښنا څخه برخمنې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button