ټولنه او کلتور

د کندهار ولایت آسان خدمت څانګه پرانېستل شو

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د آسان خدمت کندهار څانګه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوه. په دې اړه د روان ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه جوړو شويو مراسمو کې د کندهار مرستیال والي الحاج حیات الله مبارک، د آسان خدمت رییس جهاد ګل پاڅون، د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس مفتي محمد خان، ځینې ولایتي رییسانو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله. په پیل کې د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس مفتي محمد خان د آسان خدمت څانګې له پرانېستو خوښي وښوده او د دې څانګې پرانېسته یې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د کندهار ولایت اوسېدونکو ته یو ستر ګام وباله. نوموړي دغه‌راز، ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به ډېر ژر د الکترونیکي تذکرو ګرځنده ټیم هم جوړ شي، چې ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته به سفرونه کوي او هلته به خلک په اسانۍ وکولای شي الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي. د آسان خدمت رییس جهاد ګل پاڅون د خپلو خبرو په لړ کې څرګنده کړه، چې په کندهار کې د نفوس ډېر والي او د خلکو په دوامداره غوښتنه یې په دې ولایت کې د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د لازمو اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه د آسان خدمت څانګه پرانېستله.نوموړي په خبره، تر کابل وروسته کندهار دویم ولایت دی چې د آسان خدمت څانګه پکې پرانېستل کېږي، کوم چې په عصري ټکنالوژۍ سمبال، خدمات یې تر یوه چتر لاندې، چارې یې ساده او په لنډ ممکن وخت کې هېوادوالو ته اړوند عامه خدمتونه وړاندې کوي. ښاغلي پاڅون زیاته کړه، چې په دې څانګه کې د هوساینې او هغوی ته پر وخت د خدمتونو په وړاندې کولو کې یو ستر ګام وباله او هیله یې وښوده، چې د دې ولایت اوسېدونکو ته په بېلابېلو برخو کې لا نورې اسانتیاوې هم برابرې شي. د یاد ولایت مسوولینو د دې څانګې د پرانېستو ترڅنګ، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له چارواکو وغوښتل چې د دې ولایت د اوسېدونکو نفوس ډېر والي ته په پام باید د الکترونیکي تذکرو نورې څانګې هم دلته رامنځته او فعالې شي، څو د کندهار اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولای شي الکترونیکي تذکرې ترلاسه او په دې ملي بهیر کې خپله ونډه اداء کړي. د ویلو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د روان ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې هوډ لري، چې له پلان سره سم په هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو کې هم هېوادوالو ته د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کېدو په موخه د آسان خدمت څانګې پرانېزي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button