ګزارش

د کندهار د انارو صادرات 10 سلنه ډیر شوي

له کندهاره د انارو صادرات د تېرو لسو کلونو په پرتله سږ کال لس سلنه زياتوالی ښيي. مسئولينو يې علت په ګاونډيو هېوادونو کې د يادې مېوې زيات ضرورت او له يادو هېوادونو سره د ټرانزيټي لارې د ستونزو حليدل بولي.

له کندهاره د انارو صادرات د تېرو لسو کلونو په پرتله سږ کال لس سلنه زياتوالی ښيي. مسئولينو يې علت په ګاونډيو هېوادونو کې د يادې مېوې زيات ضرورت او له يادو هېوادونو سره د ټرانزيټي لارې د ستونزو حليدل بولي.

د افغانستان دغه سور رنګه مېوه، د هېواد له پولو ور ها خوا په نړيوالو بازارونو کې خپل ځانګړی ځای لري، خو هلته يې د رسولو لپاره لا هم کروندګر او باغ لرونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. باغ لرونکي وايي چې د دغو ستونزو د حل لپاره بايد افغان حکومت ور سره مرسته وکړي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په باغونو کې دا مهال په زرګونو کسان د انارو د حاصلاتو په راټولولو او بسته بندۍ بوخت دي.
موږ يو باغ ته ورغلو چې د کندهار لوېديځ لور ته په ۲۵ کيلو مترۍ کې د ارغنداب ولسوالۍ په يوه څنډه کې ودان دی.
د ارغنداب يو باغ لرونکي کريم الله وايي، سږکال د انارو لپاره ښه نه و. د ده په خبره، سږکال قوي بارانونو او سېلابونو انار سخت زيانمن کړل: (( سږ کال په دې خاطر انار خراب شوي چې بارانونه پرې وشول او وچکالي هم وه. د سمو انارو لپاره مو بايد ښه بازار پيدا کړل شي، تر څو انار مو په سم بيه خرڅ کړل شي.))
د همدې ولسوالۍ يو بل باغ لرونکي، نثاراحمد بيا وايي، سږکال يې خپل باغ ته زيات اميدونه لرل چې ښه حاصل به تر لاسه کړي، خو وچکالۍ يې اميدونه تر ډېره له خاورو سره خاوري کړل: ((سږکال انار وچکالۍ او بارانونو ډېر سخت خراب کړل. زموږ اميدونه خپلو حاصلاتو ته ډېر زيات وو، خو هغسې حاصل مو تر لاسه نه کړ. )) هر کال د انارو د حاصلاتو د ټولو لپاره په زرګونه کسان په باغونو کې ګمارل کېږي. دغه کسان انار له ونو راشکوي او په کارټنونو او کرېټونو کې يې ځای پر ځای کوي.
د باغدارانو تر څنګ سږ کال د انارو د باغونو کارکوونکي هم شکايت لري چې سږکال يې د کار بازار ښه نه دی. دوی وايي، پخوا به د ورځې له ۴۰۰ -۶۰۰ افغانيو پورې د ورځې ورکول کېدل، خو اوس ۲۵۰ يا ۳۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د انارو د حاصلاتو راټولول له اتيا څخه تر نوي ورځو پورې وي، خو کارګر وايي چې سږکال د حاصلاتو د کمښت له امله کېدای شي کاري ورځې يې هم کمې شي.
يو کارګر وايي: ((دلته د انارو کار کوو، سهار وختي دې باغ ته راځو او خپل کار شروع کوو. د ورځې ۲۵۰ افغانۍ راکوي. په باغ کې هر کس جلا جلا کار کوي، څوک يې په ګاډۍ کې وړي، څوک بيا دا جالۍ ډکوي.))
انار نه يوازې سږ کال د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله زيانمن شوي، بلکې په تېرو کلونو کې جګړو هم زيانمن کړي وو.
همدا تېر کال سختو جګړو نه يوازې پر حاصلاتو تاثير درلود، بلکې د انارو د صادراتو مخه يې هم ډب کړې وه.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا وايي، تېر کال يوازې ۶۵۱ټنه انار له دوی سره ثبت او راجستر وو چې بهرنيو هيوادونو په خاص ډول پاکستان ته صادر شوي وو: (( بايد ووايو چې تېر کال جګړه وه، اکثره ځايونه د د جګړې لومړۍ کرښه وه او د انارو باغونه هم وو، نو امکان يې نه وو چې د راجسټر چارې يې تر سره شي. له دې امله له موږ سره د تېر کال زيات انار نه دي راجسټر شوي، خو بيا هم نورو هېوادونو ته واستول شول.)) د سوداګرۍ خونې مسوولين بيا وايي، که څه هم سږکال تر ۲۵ سلنه پورې د انارو حاصلات بارانونو زيانمن کړل، خو صادرات يې په تېرو لسو کلونو کې ساری نه لري.
د بينا په خبره، سږکال تر اوسه ۷۲زره او ۷۴۳ټنه انار له کندهاره پاکستان او هند ته صادر شوي چې د صادراتو دا لړۍ لا هم جريان لري: (( سږ کال له صادر شويو انارو څلويښت ميليونه اته زره پنځه سوه دوه ويشت ډالر عوايد لاسته راغلي دي،خوشبختانه بايد ووايو په تېرو لسو کلونو کې دومره انار نورو هېوادونو ته نه دي صادر شوي لکه سږکال صادر کړل شول.))
د ده په وينا، له صادراتو پاتې نور انار د کابل، هرات، مزار شريف او نورو ولايتونو ته واستول شول.))
د کندهار د انارو زياته برخه د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې پاکستان ته وړل کېږي. د باغدارانو په خبره، د انارو لپاره له ټولو لوی بازار همدا هېواد دی.
خو دلته بيا د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت پر مېوه يې ارمان نه دی ختلی او ټوله ښه او باکيفته مېوه نورو هيوادونو ته وړل کېږي او په دوی په بازار کې بې کيفيته او وراسته انار په لوړ قيمت پلوري.
د کندهار ښار يو اوسېدونکی محمد اکرم وايي، د کندهار انار په داخل کې هم ډېر ښه بازار او خوښوونکې لري او په کار ده چې يوه اندازه د خپل ولايت لپاره هم وقف شي: (( زموږ ښه انار هر وخت نورو هېوادونو استول کېږي او ضعيفه انار کندهار کې پاتې کېږي. په نرخونو کې هم زيات تفاوت شته، په پاکستان کې له دې ځايه ارزانه وي.))
په کندهار کې د تازه مېوو دوه لوی مارکېټونه شته چې اوس په کې له نورو مېوو زيات د انارو رانيول او خرڅول زياتېږي.
په دغو مارکېټونو کې دوکانداران وايي، سږ کال يې هڅه کړې چې په داخل کې هم ښه انار پر خلکو وپلوري ځکه د دوی خبره، خوښوونکي او رانيوونکي يې له نورو وختونو زيات شوي دي: ((سم انار پاکستان ته ځي او پاتې انار په کور د ننه کارېږي، خو داسې خبره هم نه ده چې ټول سم انار دي پاکستان او نورو هېوادونو ته ځي. دلې افغانستان کې هم پاتې کېږي.))
سږکال په هيواد کې بې وخته او موسمي بارانونو د نورو زيانونو تر څنګ د هېواد زراعت ته هم ستره صدمه ورکړه او يو زيات شمېر زراعتي مځکې او حاصلات يې له منځه يووړل.
د کندهار د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر مولوي شمس الرحمن موسی وايي چې سږ کال د کندهار په ارغنداب، شاوليکوټ، پنجوايي، ژړۍ، دامان، ډنډ، ارغستان او معروف ولسواليو کې پر لس زره هکټاره ځمکه انار کرل شوي چې وروستيو سېلابونو او بارانونو د کندهار په ولسواليو کې ۱۹۵۳ جريبه آبي ځمکه او ۷۸۱ جريبه للمي ځمکه تخريب کړې چې ۱۴۱ مثمر باغونه او ۴۰۰ بيا غير مثمير باغونه هم په کې شامل دي. د ده په وينا، زياته برخه د انارو باغونه زيانمن شوي دي.
مولوي موسی وايي: ((وروستيو اورښتونو د کندهار ۵۹ کانالونه او ۲۲ کوچني د اوبو ډيمونه هم له منځه وړي چې له همکارو مؤسساتو سره په همږغۍ د کرنې په برخه کې زيانمن شويو خلکو سره د مرستې په خاطر سروې روانه ده.))
د کرنيزو چارو امر موسی زياتوي چې د مېوو ساتلو سړې خونې يا يخچالونه د اوس لپاره په کندهار کې نشته، خو د کنډا فروټ کمپنۍ له لوري يادې چارې مخته وړل کېږي: (( په دې کمپنۍ کې د تازه او وچو مېوو د ساتنې او پروسس چارې مخته وړل کېږي. په تېره اوونۍ کې له کندهاره تر پروسس وروسته د انارو يو موټر دوبۍ ته واستول شو.))
کارپوهان بيا وايي، د انارو لپاره بايد يوازې د پاکستان او هند پر بازارونو تکيه و نه شي، نور لوی بازارونه هم بايد وموندل شي.
د کرنيزو چارو کارپوه محمد علي منندوی وايي، انار د افغانستان مهمه مېوه ده، په ځانګړې توګه د کندهار لپاره چې له ټولو زيات حاصل هم د انارو له همدې ځايه تر لاسه کېږي.
د ده په خبره، په دوو برخو کې زيات مشکلات شته چې يو يې د توليد او بل يې بازار دی.
کوښښ بايد وشي چې د توليد برخه يې مسلکي شي، ښه حاصل لاسته راوړو او تر څنګ يې دولت بايد د دې مهمې مېوې لپاره چې نړيوال شهرت لري ډېر ښه بازارونه پيدا کړي: (( دولت بايد يوازې پر پاکستان يا هند تکيه ونه کړي، بلکې کوښښ بايد وشي چې له نورو هېوادونو سره هم د افغانستان د تازه مېوو صادرات پيل شي.))
د تازه مېوو صادرات د افغانستان د پنځه سلنه صادراتو لويه برخه جوړوي، خو په افغانستان کې د باغدارۍ نه معياري کېدل، افغانستان ته په نړيوالو بازارونو کې سيالي ګرانه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button