
ټولنه او کلتور
د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو ته یونیفورم ووېشل سو
د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحداتو ریاست له لوري د کندهار احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو ته یونیفورم ووېشل سو، چي د وېش په یادو مراسمو کښي د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحداتو رئیس الحاج ملامحمدشریف شرافت او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.
د سرحداتو رئیس الحاج ملامحمد شریف شرافت وايي؛ دغه یونیفورم چي د کندهار په احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کي د سرحدي پولیسو لپاره ځانګړی او ترتیب سوی؛ نو دوی مکلف دي، ترڅو نور د خپلي دندي پرمهال په یونیفورم کښي وي.