
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګه پرانیستل شوه
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه، په دغه مراسمو کې د کندز ولایت د مقام دفتر رییس مولوي عبدالغفور شهیدزي، د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي فضل الله صافي، د امام صاحب ولسوال قاري ګل نبي انس، قومي مشرانو او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی و.
د کندز ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي فضل الله په دې مراسمو کې وویل چې د دې وېش څانګې په پرانیستو سره غوښتونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او د یاد ولایت د امام صاحب، دشت ارچي او کلباد ولسوالیو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.
د غونډې پر دوام، د کندز ولایت د مقام دفتر رییس مولوي عبدالغفور شهیدزي مسوولینو او کارکوونکو ته په کارونو کې د دقت او صداقت سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې هېوادوال مو ډېر ځورېدلي دي اوس د دې وخت دی چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو.
ورپسې د امام صاحب ولسوال قاري ګل نبي انس وویل چې مخکې به د الکترونیکي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره خلکو ډېرې ستونزې ګاللې چې اوس مهال د مسوولینو په هڅو او د دې وېش څانګې په پرانیستل کېدو سره دا ستونزې حل او خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په پام کې لري چې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته وغځوي، ترڅو د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.