ټولنه او کلتور

د کندز دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي د ورغلي سړک له خرابوالي شکایت کوي

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه ولایت او یادې ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي سړک له خرابوالي شکایت کړی او ویلي یې دي، چې نه په تېر او نه په اوسني نظام کې دغې ګڼ مېشتې ولسوالۍ ته لازم خدمتونه شوي دي.

د مسلم کندزي په نوم د یاد ولایت اوسېدونکي د دغه تصویر په راستولو ویلي، د دشت ارچي ولسوالۍ چې شاوخوا یو میلیون نفوس لري او یوه حاصلښېزه ولسوالي ده، له مزکز سره نښلېدونکی سرړک یې خورا خراب دی او له کلونو راهیسې په دغه حال ده.

هغه له حکومته غوښتي، چې دغې ولسوالۍ ته ورغلی سړک په بنسټیز ډول جوړ کړي، تر څو د ارچي ولسونه په ډاډه او هوسا ډول مرکز کندز ته تګ راتګ وکړي.

د دشت ابدان له لارې له مرکز سره نښلېدونکې دشت ارچي ولسوالۍ، چې ښې او پراخې کرنیز ځمکې لري، اوس مهال د جوړ او پاښه سړک سره سره یې ګڼې سیمې له برېښنا هم بې برخې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button