اقتصاد

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت:د بشري مرستو پر ځای دې بنسټيزو پروژو ته لومړيتوب ورکړ شي

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست ملا محمد يونس آخندزاده پرون په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی له مرستيال اندريکا راتوتي او مل پلاوي سره وکتل.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست ملا محمد يونس آخندزاده پرون په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی له مرستيال اندريکا راتوتي او مل پلاوي سره وکتل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستيال په دې کتنه کې د خپلو فعاليتونو په اړه سرپرست وزير ته معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت يو مهم او سکتوري وزارت دی، چې په کليوالي سيمو کې د پروژو د پلي کولو په برخه کې مهم رول لري.نوموړي زياته کړه، چې غواړي له بشرې مرستو څخه د پراختيايې پروژو د تطبيق په لور ګام واخلي.راتوتي همدارنګه د مهمو پروژو په ځانګړي ډول د واش په برخه کې د وزارت له همکاريو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د اوبو رسولو په برخه کې له دغه وزارت سره د لا زيات کار پلان لري.

په ورته وخت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست په دې کتنه کې وويل، چې د پراختيايې پروژو پلي کول يو مهم او اړين ګام دی او بايد د بشري مرستو پر ځای بنسټيزو پروژو ته لومړيتوب ورکړ شي.
ده زياته کړه ، چې د خلکو د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره پروژې په شفاف او ښه کيفيت ترسره کول خپل مسئوليت ګڼي، څو هيوادوالو ته يې دوامداره ګټه ورسېږي.هېره دې نه وي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر دوامدارو همکاريو ټينګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button