هیواد

د کليو او پراختيا وزير : ولس لا ډېر کار او خدمت ته اړتيا لري

هيواد : د کليو او پراختيا وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يونس اخوند زاده ننګرهار ته په سفر تللی او د ياد ولايت د کليو او پراختيا رياست له رئيس قسمت الله مبارز سره يې کتلي دي.د ننګرهار د کليو او پراختيا رياست څخه په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي، چې سرپرست وزير له قسمت الله سره د خبرو پر مهال ټينګار کړی، چې د خلکو غوښتنو او ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وشي.ده د خپلو خبرو په جريان کې زياته کړې، چې افغانانو په تېرو څلورو لسيزو جګړو کې ستونزې او ربړې ګاللي دي او په کار ده، چې له دغه بد وضعيت څخه د راوتو په پار د رب شکر پر ځای کړي.مولوي محمد يونس دغه راز ويلي، چې ولس يې لا ډېر کار او خدمت ته اړتيا لري او پر خپلو کارکوونکو يې غږ وکړ، چې خلکو ته د خدمت لپاره دې خپل کار ته پر وخت حاضر شي او خپلې چارې په پوره ايماندارۍ او صداقت تر سره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button