ټولنه او کلتور

د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو شمیر اسلحې او مهمات نیول شوي

۱۴۴۴/۷/۸ هـ ق

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې اسلحې او مهمات نیول شوي.
د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې مدير قاري عبدالصبور حماد وویل: په نیول شؤ اسلحو کې یو انګریزی یو سل ډزی او مشکوش ټوپک شامل دي، دغه راز په نیول شؤ شیانو کې یو دوربین، دري قوتیه پټاکۍ، نظامي یونیفورم، ولچکونه، زولنې، نظامي بکسونه په لاس راغلي.
ښاغلي حماد زیاته کړه د نظامي توکو سربیره په نیول شويو شیانو کې د مخدره توکو اړوند ٧٠٠ ګرامه شیشه هم نیول شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button