اقتصاد

د کرنې وزارت: سږکال به د زعفرانو حاصلات له ۲۳ ټنو زيات وي

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د هيواد په نږدې ۲۰ ولايتونو کې د زعفرانو د کښت بهير روان دی او ورځ تر بلې د هيواد په کچه د زعفرانو د کښت لړۍ نوره هم د پراختيا په حال کې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د هيواد په نږدې ۲۰ ولايتونو کې د زعفرانو د کښت بهير روان دی او ورځ تر بلې د هيواد په کچه د زعفرانو د کښت لړۍ نوره هم د پراختيا په حال کې ده. د دې وزارت د مسئولينو په وينا په روان کال کې، د ټول هيواد په کچه د زعفرانو د بزګرو د روزنې تر څنګ يې ۲۰۰ نمايشي قطعې هم درلودې. د کرنې او مالدارۍ وزارت مسئولين وايي، چې په روان کال کې به د زعفرانو د محصولاتو د توليد کچه ۲۳ ميټريک ټنو څخه زياته شي. په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولين وايي، چې هيواد کې  يې د توليد شويو زعفرانو لپاره د بازار موندنې هڅې پراخې کړې او د دې وزارت اقتصادي اتشو ته يې دنده سپارلې، چې د زعفرانو لپاره د بازار موندنې په برخه کې خپلې هڅې زياتې کړي. دوی زياتوي، چې د چين، هند او ترکيې هيوادونو کې د هيواد زعفرانو ته ښه بازار موندنه ترسره شوې او د نورو هيوادونو لپاره هم هڅې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button