سرلیکنې

د کرنيزسکتور د مکانيزه کېدو اړتيا

د نړۍ پرمختللوهېوادونو د خپل ملي اقتصاد د تقويې اوپياوړتيا لپاره له بېلا بېلوميکانيزمونوڅخه په کار اخيستو سره خپل خلک د پرمختګ لوړو پوړيوته رسولي او وروسته يې له خپلوگاونډيواو د سيمې له هېوادونو سره په هره برخه کې د سالمې اقتصادي سيالې په چوکاټ کې خپلوهڅوته ادامه ورکړې ، ځينې هېوادونه طبيعي منا بع اوکاني زيرمې لري، هغه يې پکاراچولي اوخپل اقتصاد يې پرې تقويه کړی، ځينو بيا خپل صنعت ته دومره وده او پراختيا ورکړې چې توليدات يې د لوړکيفيت له امله د نړۍ په مارکېټونوکې ډېر خرڅېږي او يو شمېرهېوادونو بيا د صادراتو او وارداتو د بيلانس د انډول او توازن له لارې خپل اقتصاد قوي کړی. مانا دا، په کومه اندازه چې له نوروهېوادونو واردات لري .په هماغې اندازه نوروهېوادو ته صادرات هم لري .

خوداچې افغانستان غوندې يوملک څه بايد وکړي څو په اقتصادي لحاظ په ډاډمنه توګه پر پښو ودرېږې ؟

داهغه پوښتنه ده چې په کراتومراتو يې د پوهانو په نظرونوکې په غوڅ اکثريت په لاندې متن ځواب موندلی ، افغانستان د نړۍ په جغرا فيا کې داسې يوهېواد دی چې په لومړي ګام کې يوازې او يوازې د کرنيزسکتور د ودي اومکانيزه کولوله لارې کولای شي په خپل اقتصاد کې مثبت اوخود کفا بدلون راولي .

کله چې دکرنيزسکتور د ميکانيزه کولو پر سيستم خبرې کوو، مطلب مو دا نه دی چې د موټرو، تراکتورونو اونورو اتوماتو ما شينونو په کارولو سره کرنيزسکتور ميکانيزه کيږې ،يا ښه اومثبته نتيجه په لاس راځي ، نه ، په ټوليزه توگه ميکانيزه کېدل له هغو روشونو اوکړنلاروڅخه عبارت دي چې د يوې سالمې کرنيزې ستراتېژۍ له لارې د بزگرانو کارې ځواک داسې وروزل شي چې فزيکي زحمت يې کم اومحصول يې ډېرشي.

د بېلگې په توگه يو بزگر په خپله کرونده کې له سهاره تر بېگا کارکوي او خولې تويوي خو لاسته را وړنه يې د ځينو کمبوداتو لکه د اوبود کموالي، د کيمياوي سرې د نه شتون او د اصلاح شويو تخمونو په واک کې د نه لرلو له امله کم رنګه شي ،ځکه پورتنۍ نېمګړتياوې د دې سبب کېږي چې زيار يې ، پر لاسته راوړنه ، ونه ارزې  .

له نېکه مرغه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کوکناروکرکيله په هېواد کې صفرشوې چې دا يو ارزښتناک ګام او اقدام  دی، ځکه له دې د مخه به زموږ د هېواد زياتره مځکې د دې ناولي بوټي په کرکيله لړلې وې اوله امله به يې افغانان له نړيوالې ټولنې سره په غم ککړ او په ناندريو کې ښکېل وو، د ترياکو ګټه به هم د دې پرځای چې افغان بزګرانو ته په لاس ورشي ،رندو مافيايي کړيو به ترې پورته کوله .اوس په ټولو هغو مځکو کې چې کوکنار پرې کرل کېدل ، غنم کرل کېږي ،خو کاشکي چې دغه کرنيز بهير ميکانيزه وای ،نو بزګرانو به د کوکناروله کرکيلې هم زياته ګټه ترلاسه کوله ، بيا هم نه ناهيلي کېږو ، ځکه وينو،چې اسلامي امارت په خپل ټول توان د هېواد د سينديزوحوزو د اوبو مديريت ته ليچې را نغښتي او ژر  به په دې حوزوکې په ميليونونو هکتاره شاړې پرتې مځکې تر اوبو لاندې شي او ورسره سم به مو زراعت هم ميکانيزه شي ، هغه وخت به زموږ بزګران ان شا ءالله په لږ  زيار او زحمت ډېره ګټه ترلاسه کوي .

د هېواد د اوبو مديريت د افغان بزګرانو ډېره پخوانۍ هيله وه ، خو داچې په تيرو رژيمونوکې ولې دچا پام نه وراوښت، دا يوه داسې پوښتنه وه چې هېڅکله يې ځواب نه دی موندلی ، ځکه په تېرو واکمنيوکې ليدل کېدل چې هېچا دغه ملک ته په وفادارۍ بنسټيزکارونه ، نه کول او يوازې د خپلې ورځې د تېرولو لپاره به يې په اوبوکې لوټه اېښوده اوپرې تېرېدل به ، خو له دې حقيقته ناخبره وو،چې په اوبوکې د لوټې اېښودلو عمل د دې سبب هم کېږي چې لوټه اوبه واخلي او د گام ايښودلو په صورت کې پورېوتونکي ډوب کړي. لکه چې همداسې هم وشول .هغه چا چې له خپل ملک سره د خيانت او جفا نيت درلود ،په خپل شوم نيت کې د نابودۍ په سمندرکې ډوب هم شول .

موږ وليدل چې په تېرو واکمنيوکې چارواکو د نړيوالو مالي امکاناتو با وجود د برېښنا د توليد کومه فابريکه هم جوړه نه کړه او نه يې په هېواد کې له بهېدونکو سيندونوڅخه کوم کانال چېرې راپورته کړ، د خپلو معادنو د استخراج واک خويې هېڅ نه درلود ، دا ټول هغه حقيقتونه وو چې موږ به د سرپه سترګوليدل خو، خوله موچوپ پاتې وه ، له نېکه مرغه چې اوس خپلوهيلو ته يوه پربله پسې د رسېدو په درشل کې يو او داسې وخت به راځي چې خپل ملک په رڼو سترګو ښېرازه اوسمسور ووينو .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button