
د کربلا دردونکي انځورونه
د حسین رضی الله عنه ملګري یو ، یو د هغه په مخکې ووژل شول، وروستی کس چې د ده له ملګرو نه پاتې و، سوید بن عمر و، چې له حسین نه یې په کلکه دفاع کوله، د حسین زوى علي الاکبر راووت، د ابن زیاد په لښکر یې برید وکړ او دغه شعر یې زمزمه کاوه:
زه علي زوی د حسین یم
او لمسى یم د علي
په الله مې دې قسم وي
چې نیږدې یاستو خپل رب ته
په سپېڅلي پاک نبي
په الله مې دې قسم وي
فیصله کولای نه شي
موږ کې هېڅ یو حرامي
بیا یې د ابن زیاد په لښکرو برید وکړ، یو کس ورسره مخامخ شو، په توره یې وواهه، له آس نه راوغورځېد، خلک پرې راټول شول او په تورو یې ټوټې ټوټې کړ، نو حسین وویل:
– زویه داسې ولس ووژلې، چې په رحمن ذات یې څومره جرئت وکړ، د رسول الله صلي الله عليه وسلم حرمت یې څنګه تر پښو لاندې کړ، له تانه وروسته دنیا شاته
ده.
د رسول الله صلي الله عليه وسلم لمسۍ د فاطمې لور زینب لکه د لمر سترګه راووتله، خپل وراره ته یې منډې کړې او چیغې یې وهلې:
ــ وا! وراره، وا وراره!
دا په دغه ورځ د بني ابي طالب لومړی وژل شوی زلمی و،چې زینب پرې راټیټه شوه، حسین پسې راغی او بېرته یې خیمې ته بوتله ، حسین د خپلې کورنۍ له ځوانانو سره خپل زوی پسې ورغی او هغوى ته یې وویل:
ــ خپل ورور مو راواخلئ.
هغه یې راپورته کړ او هغې خیمې ته یې راوړ، چې مخې ته یې جنګېده ، عبدالله بن مسلم بن عقیل رامخکې شو او حسین ته یې وویل:
ــ اجازه راکوئ ، چې جګړې ته ورکوز شم؟
ــ زویه ، بس دی کورنۍ دې ووژل شوه.
ــ کاکا، ستا له نیکه سره به په کومو سترګو مخامخ کېږم ، په والله که داسې وکړم ، زه به درنه تر هغه دفاع کوم چې ووژل شم.
د زمري زوى جګړې ته راووت ، یو کس په غشي وویشت ، راوغورځېد او چیغه یې کړه:
ـــ اخ پلاره!
کله چې حسین ولید غږ یې کړ:
– یا الله د عقیل بچیانو قاتل ووژلې … انا لله وانا الیه راجعون
د عبدالله بن جعفر زامن یو پر بل پسې د خپل ماما مخې ته راغورځېدل او وژل کېدل.
زینب مور یې ورته ګوري ، په خپلو سپېڅلو بچیانو یې زړه ټوټه ټوټه کېږي ، خو له لاسه یې هېڅ نه
کېږي.
د حسن زوی قاسم راووت ، هغه دومره ښکلى تنکی هلک و، چې فکر کېده ، د سپوږمۍ ټوکړه په ځمکه روانه ده ، په یوه کمیس او پڼو کې راووت ، توره یې را وایستله چې له خپل تره نه دفاع وکړي ، په وړوکي مخ کې یې د ابي طالب د کورنۍ مېړنتوب ځلېده ، د یو سخت زړي کس پرې سترګې ولګېدې ، لا را وتلی نه و، چې حمله یې پرې وکړه او په سر یې وواهه ، هلک په ځمکه راوغورځېد او چیغې یې کړې:
– اخ کاکا!
غږ یې د حسین زړه ولړزاو ، د باز په شان پرې ورغوټه شو، په سړي یې ګوزار وکړ، هغه په خپل مټ دفاع وکړه، مټ یې له تنې نه جلا کړ ، چیغې یې کړې بیا ترې لرې شو، د کوفي سپرو جنګیالیو رامنډې کړې چې خپل ملګری وژغوري ، خو حسین ورته خپله سینه سپر کړه ، د اسونو پښې وښویېدې او په سړي د پاسه راوختل، تر پښو یې لاندې کړ او مړشو، حسین د خپل وراره سرته ودرېد ، هغه پښې ټکولې ، حسین ورته وویل:
هغه قوم دې هلاک شي چې ته یې مړ کړې او د قیامت په ورځ به یې ستا نیکه دښمن وي.
دغه ښکلي مخ ته یې وکتل او ویې ویل:
– په الله قسم چې په کاکا دې ډېره سخته تمامه شوه ، چې تا پرې غږ وکړ او له تانه یې دفاع و نه کړای شوه ، په الله قسم چې ډېر بچیان یې ووژل شول او ملاتړيې ورک او کم شو.
سینه یې ورته په سینه ایښودې وه او پښې یې په ځمکه راکښل کېدې او د خپل زوى علي او د کورنۍ له نورو وژل شویو غړو سره یې واچاو.
حسین یو خوا بل خوا وکتل ، د خپلې کورنۍ ټول غړي یې له ملګرو سره يو ځای شهيدان شول ، سرونه ترې غوڅ شول او بیا یې مخې ته وروغورځول شول ، ټولو ته یې کتل او خپګان پرې شېبه په شېبه زیاتېده ، تندې راواخیست ، د خپل مرګ نه مخکې یې د اوبو څښلو هوډ وکړ، په اس سپور شو، کله چې اوبو ته نیږدې شو، یو سړي په خوله کې په غشې وویشت ، حسین غشی راوایست ، لاسونه یې خپاره کړل ، لپه يې له وینو ډکه شوه ، بیا یې وویل:
– یاالله زه تاته ګیله کوم چې ستا د نبي په زوى څه کېږي.
حسین يوازې پاتې شو، توره یې را ایستلې وه ، د خپلې کورنۍ او د رسول الله له حریم نه یې دفاع کوله ، هېڅ ډول ماتې یې ونه منله ، زامن یې له تېغه تېر شول ، د کورنۍ غړي یې له منځه لاړل ، ملګري یې یو په بل پسې ووژل شول ، خو حسین له ټولو زیات زړور و، خلک ترې ښي او کيڼ اړخ ته تاوېدل ، شمر بن ذي الجوشن له څو کسانو سره ور وړاندې شو ، حسین پرې حمله وکړه او بېر ته یې په شاکړ، هرچا هڅه کوله چې د حسین له تورې نه ځان وساتي ، چې د کربلا دښته یې د دوی په وینو نه وي لړلې څوک نه شي ورنیږدې کېداى ، خو اخر ترې چاپېره شول ، د حسن وړوکی زوى حسین ته ورغی له تندې نه یې سترګې پرېوتې وې ، زینب ورته لاس واچاوه ، چې راویې نیسي ، حسین پرې غږکړ:
– ویې نیسه.
ماشوم تورې ته لاس کړ، چې له تره نه دفاع وکړي او د نورو په څېر یې په مخ کې ووژل شو، زینب چیغې وهلې:
– کاش چې اسمان په ځمکه رانسکور شي.
عمروبن سعد حسین ته ورلنډ شو، زینب پرې غږکړ:
– یاعمر بن سعد ، ابوعبدالله وژل کېږي او ته یې تماشه کوې.
د ابن سعد سترګې له اوښکو ډکې شوې او له هغې نه یې مخ واړاو.
یوه سړي په حسین باندې حمله کوله چې د حسن زوى احمد پرې چیغه کړه:
– وا د خبیثې ښځې زویه ته زما تره وژنې؟
سړي په توره وواهه هغه ورته لاس ونیو، لاس یې غوڅ شو، ماشوم چیغې کړې:
– اخ مورې!
حسین خپلې سینې ته راجوخت کړ او ورته ویې ویل:
– وراره ، صبر وکړه ، الله به ښه بدله درکړي او د خپلو نیکونو، پلرونو، رسول الله صلي الله عليه وسلم ،علي بن ابي طالب , حمزه ، جعفر او حسین سره به یوځای شې.
بیا ام کلثوم ته ورغى او ورته ویې ویل:
– اى خورې! دغه وړوکى زوى مې وساته.
– وروره دغه ماشوم درېیمه ورځ ده چې اوبه يې نه دي څښلي ، که له یوې خوا اوبه ورته را پیدا کړې.
خپل ماشوم زوى يې په غېږکې راواخیست او غږ يې کړ:
– اى خلکو، ورور مو راته وواژه ، بچي او ملګري مو راته ووژل ، دغه یوماشوم پاتې دی، دغه له تندې مري ، یو ګوټ اوبه ورکړئ.
ده لا خپلې خبرې نه وې بشپړ کړې چې غشی راغی، د ماشوم له سره ووت ، حسین د ماشوم وینې په لپه کې اسمان ته ګوزارکړې او ویې ویل:
– ای الله زه تا په دې خلکو ګواه نیسم ، دوی نذر منلی چې ستا د نبي نبیره ورکه کړي.
په سینه یې د ماشوم وینې بهیدې او خپلې مور کلثوم ته یې راوړ، بیا یې چیغه کړه:
– اې ام کلثوم ، اې زینبې ، اې سکینې ، اې رقیې ، اې عاتکې ، اې صفيې دا ورستني لیدل وو، د الله په امان.
ام کلثوم ور غږکړ:
– وروره لکه چې مرګ ته تسلیم شوې.
– اې خورې څنګه ورته تسلیم نه شم ، چې کوم کومکي مرستندوى و نه لرم.
– وروره موږ د خپل نیکه حرم ته بېرته یوسه.
– اې خورې… کاش چې کولای مې شوای.
سکینه په سلګيو شوه ، حسین خپلې سینې ته راجوخته کړه ، ښکل یې کړه بیا یې ورته په خپل لستوڼي اوښکې پاکې کړې او دغه شعر یې زمزمه کړ:
اې زما سکینې لورې زما له مرګه نه به وروسته ستا دا دوه لېمې چینې شي چې ترڅو را په کې ساه وي،نوپه خپلو تړمو اوښکو زما خوږ زړه خپه نه کړې،
حسین راووت د ښځو چیغې او سلګۍ یې اورېدلې ، بیا یې خلکو ته مخ کړ او ورته ویې ویل:
– هلاک شئ په څه مې وژنئ؟ کوم حق مې پرېښې ، کوم سنت ته مې تغيیر ورکړی او که نه شریعت مې بدل کړی دی؟
موږ تا ستا د پلار سره د کرکې له امله وژنو، زموږ مخور يې په بدر او احد کې ووژل.
حسین ښي او کيڼ اړخ ته کتل، هېڅ کوم ملګرى او مرستندوى يې نه ليده ټول په ځمکه پراته وو، نو چیغه یې کړه:
– یا مسلم بن عقیل ، یا هاني بن عروه ، یا حبیب بن مظاهر، یا زهیر بن القین ، اې د جګړې توریالیو، ولې ځواب نه راکوئ ، زه مو راغواړم او تاسې خپل امام ته ځواب نه ورکوئ ، لکه چې له خپل امام سره مو مینه کمه شوه ، مرسته ورسره نه کوئ ، دا د رسول الله صلي الله عليه وسلم د کورنۍ بیبیانې دي ، ستاسې په انتظار دي ، د خپل خوب نه راپاڅېږئ او د رسول الله صلي الله عليه وسلم له حرم نه دغه سرکشان وشړئ ، په الله قسم چې مرګ غلي کړي یاست ،که نه زما په مرسته کې مو هېڅ درېغ نه کاوه ، دغه دى موږ هم در روان یو، بیا یې د زړور اسپور غوندې پلې جګړه پیل کړه ، له نېزو نه یې ځان ساته او په اسونو یې حمله کوله او ویل یې:
– په الله قسم چې له مانه وروسته به د الله یو بنده هم ونه وژنئ، زما په مرګ در باندې الله په قهر شوی دی او زه باوري یم چې ستاسې په دغه سپکاوي به ما ته الله عزت راوبښي او له تاسې نه به داسې انتقام واخلي چې هیڅ تصور يې هم نه کوئ ، په الله قسم که زه مو مړکړم ، زه به الله ته ستاسې د دغه ظلم او ناروا په اړه ووایم او الله به په تاسې باندې عذاب دوه برابره کړي.
حسین ټوله ورځ همداسې پاتې شو،کله چې به یې څوک په وژلو پسې راغلل ، بېرته به وګرځېدل ، نه یې غوښتل چې د حسین د مرګ ستره ګناه پر غاړه واخلي ، شمر بن ذي الجوشن له لسو کوفیانو سره ورمخکې شو، حسین یې تش لاس محاصره کړ، حسین ورته وویل:
– هلاک شې، که بې دینه یاستئ او د قیامت له ورځې نه ډارېږئ ، نو د دنیا په چارو کې خو ازاد واوسئ.
زما کورنۍ خو د خپلو جاهلانو او سرکشانو نه وساتئ.
ابن ذي الجوشن وویل:
– د فاطمې زویه دغه خبره به دې ومنو.
شمر یو وسلوال ته وویل:
– ورمخکې شه.
– ولې په تاڅه شوي چې ماته وایې ور مخکې شه.
– ته ماته دغه خبره کوې؟
– او ته ماته دغه خبره کوې؟
یو بل ته یې رد بد وویل، بیا شمر وویل:
– په الله قسم چې د نېزې څوکه دې په سترګو کې ومنډم.
حسین تندې راواخیست ، د فرات سیند ډک روان دی ، په دښمنانو یې برید وکړ او فرات ته یې ځان ورساوه ، اس هم ډېر تږی و ، کله چې یې یخې اوبه ولیدې نو اس په اوبو خوله کېښوده ، حسین تر هغه پرېښود چې ښه موړ شو، کله چې یې لاس اوبو ته ښکته کړ،یوکس چیغه کړه:
– حسینه! د ښځو خېمې ته ځان ورسوه چې عفت يې لوټ شو.
د لپې نه یې اوبه وغورځېدې او خېمې ته یې منډې کړې ، چې له خپل حریم نه دفاع وکړي ، ویې لیدل چې خېمه روغه ولاړه ده ، پوه شو چې د ابن سعد لښکریانو دوکه ورکړه ، کله چې یې بیا اس د فرات په لور وګر څاره؛ نو مخې ته یې ودرېدل.
شمر بن الجوشن په حسین باندې د حملې لپاره خلک راټول کړل او غږ یې پرې وکړ:
-هلاک شئ نور پرې څه کوئ! میندې مو بورې شه سړی مړ کړئ ، بیا له هرې خوا نه پرې را تاو شول ، د کیڼ لاس په ورغوي یې وواهه ، بیا یې په ولې وواهه ، هغوى ترې وګرځېدل حسین هڅه کوله چې جګړې ته راپاڅېږي، زور يې برابر نه شو؛ نو چیغه یې
وکړه:
– اې نیکه ، اې محمده ، اې علي پلاره ، اې زما حسن وروره ، اې بېوزلۍ ، اې تندې ، اې پردیسۍ اې هغه څوکه چې ملګري یې کم شول ، نیکه مې رسول الله دی پلار مې علي المرتضی دی او مور مې فاطمة الزهرا ده او زه مظلوم وژل کېږم او تږی حلالېږم.
بیا بېهوشه شو، هیچا د ورنیږدې کېدو جرئت نه درلود ، نه پوهېدل چې د شهیدانو سالار مړ دی او که نه اوس په کې هم ساه شته.
حسین له ځان سره وویل:
– ستا په قضا مې صبر دی او له تانه پرته بل مبعود نشته.
څلوېښتو کسانو ورمنډې کړې ، هر یو غوښتل چې د سر په پرېکولو یې د ابن زیاد نه ډالۍ ترلاسه کړي او د الله په شرمنده ګۍ او غضب اخته شي ، عمرو بن سعد چیغه کړه:
– هلاک شئ، ژرکوئ.
شبث بن ربيع ورنیږدې شو، په لا س کې يې توره وه ، یومهال یې دغه توره د علي په ملتیا د بني امیه پر وړاندې کارولې وه ، خو نن یې راویستلې چې د کربلا د شهید سر پرې غوڅ کړي ، حسن ورته د سترګو په کنج کې وکتل ، شبث وشرمېده ، توره یې له لاسه وغورځېده ، وتښتېده او چيغه یې کړه:
– ابن سعده! هلاک شې ، ته غواړې چې د حسین له وینې نه پاکه لمن یوسې ، حسینه! له الله نه په دې خبرې پناه غواړم چې ورسره مخامخ شم او لاسونه مې ستا په وینو سره وي.
سنان بن سنان مخې ته ورغی، هغه منډې وهلې پرې غږ یې کړ:
– مور دې بوره شه او هلاک شې ، ولې دې ونه واژه؟
– هلاک شې ، کله چې یې سترګې پرانيستې نو د رسول الله سترګو ته ورته وې ، زه وشرمېدم چې څنګه د رسول الله په څېر یو څوک مړ کړم.
– هلاک شې ، توره راکړه ، زه یې درته وژنم.
سنان ورغی او د حسین نه یې سر پرې کړ، د حسین سپېڅلې وینې په کربلا کې وبهېدې ، چې د بني امیه پاچاهي ړنګه کړي او ستنې یې راماتې کړي ، حسین اوس تر ژوندانه په مرګ دوی ته زیات خطرناک تمام شو.
د حسین له غاړې نه جامې وایستل شوې ، څادر او پڼې یې ترې هم واخیستې ، بیا خلک په اوښانو او اسونو راټول شول ، خو د حسین اس خیمې ته منډې کړې ، کله چې زینب د اس شڼهار واورېده ، سکینې ته یې مخ کړ.
– پلار دې اوبه راوړې.
سکینه د پلار د نوم په اورېدو خوشاله راووته ، اس یې ولید چې تش ولاړ دی ، پلار یې په ځمکه پروت د ی ، سر يې په یوځای کې دى او تنه یې په بل ځای کې پرته ده ، خپل پړونۍ یې وشلوه او چیغې یې کړې:
– اخ پلارجانه ، وا حسینه ، وا بېوزله ، وا پردېسه ، هاغه دی حسین لغړ پروت دی ، لونګۍ او څادر يې ترې هم اخیستې دي.
کله چې د سکینې غږ نورو ښځو واورېده ، زړونه یې ټوټې ټوټې شول ، چیغې یې کړې ، مخونه یې وهل او ګرېوانونه یې شلول ، ام کلثوم چیغې کړې:
– نن محمد مصطفی مړ شو، نن علي المرتضی مړ شو، نن فاطمة الزهرا مړه شوه.
خلکو په خېمې ټېله وروړه، خېمې ته ورننوتل ، څه چې په کې وو ټول یې چورکړل ، تر دې چې د زینب له سرنه یې پړونی هم وتښتاو ، یوسړي علي بن حسين ولید چې د څرمنې په یوې ټوټه ناروغ پروت دی ، هغه یې ترې راکش کړ اوپه ځمکه يې وغورځاو ، شمر بن ذي الجوشن راغی او د علي بن الحسین په سر ودرېد او ویې ویل:
– دا ونه وژنو؟
– د یوه سړي پرې زړه درد وکړ؛ نو ورته ویې ویل:
– سبحان الله ، ایا ماشومان وژل کېږي؟ دا خوماشوم دی.
عمرو بن سعد راغی او ویې ویل:
– هیڅوک د ښځو خېمو ته ورننه نه وځئ او دغه ناروغ ماشوم ته څوک څه ونه وایئ او چا چې له دې ښځو نه څه شی اخيستي وي بېرته دې يې ورکړي.
هېچا بېرته څه ورنه کړل. زینب راووته ، د خپل ورور حسین په خوا تېرېده چیغې یې کړې:
– وا محمده ، وا محمده ، په تا باندې د اسمان ملایکې درود وایي او حسین په خپلو وینوکې لت پت پروت دی ، ټوټې ټوټې شوی دى ، وامحمده ، ستا لوڼې بندیانې دي، بچې دې وژل شوي او خولې یې له خاورو ډکې دي .
خولی بن یزید د حسین سر په لاس کې نیولی او ابن زیاد ته یې راوړي، کله چې ماڼۍ ته ورغی، د ماڼۍ دروازه تړل شوې وه، سر یې خپل کورته راوړ، هلته يې د جامو وینځلو په ځای کې کېښود، بیا خپل د خوب ځای ته لاړ، مېرمن یې ورته وویل:
– څه خبره ده؟ او څه درسره وو؟
– د حسین سر مې راوړی.
مېرمن یې په غوسه ورته وویل:
– هلاک شې خلکو سره او سپین راوړل او تا د رسول الله صلي الله عليه وسلم د زوى سر راوړ؟! په والله که په دې یو کور کې زما او ستا سر سره یوځای شي.
عمرو بن سعد د روانېدو امر وکړ، بندیان ورسره دي ، علي بن الحسین چې سخت ناروغ هم و، په یو اوښ چې هېڅ شى پرې نه وو اچول شوي سپورکړ او شهیدان یې د کربلا په دښته کې پرېښودل ، چې د حق د بریالیتوب لپاره پرې له ټولو سپېڅلې وینه توی شوه.
شرر ساپی