اقتصاد

د کجکي چکډم د جوړولو چارې د 2221228.3 افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

 د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالي په ترخکي پایه کلي کې د کجکي چکډم د جوړولو چارې د دوه میلیون، دوه سوه یوویشت زره،دوه سوه اته ویشت اعشاریه درې(2221228.3) افغانیو په لګښت بشپړې او د ګومل سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام، اقتصاد ریاست او قراردادي شرکت د استازو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 33.9 متره په اوږدوالی او 4 متره په لوړوالي سره جوړ شوی، چې د 6395.32 متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button