
ټولنه او کلتور
د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معين مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون غونډه پرون ترسره شوه، چې په کې د یاد وزارت د دولتي ورځپاڼو، پر رسنيو د څار، د بشري سرچينو، د دعوت او ارشاد رئیسانو، د پوهنې وزارت، د علومو اکاډمۍ، د حج اوقافو، د امر بالمعروف، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی و.د یاد وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي په دغه غونډه کې د یاد کمېسيون کړنې مثبتې و ارزولې او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل.
په غونډه کې د هغه کتابونو پر سر خبرې وشوې او ارزونه یې تر سره شوه، چې د ناشرانو څخه را ټول شوي وو.