اعلاميې

د کب میاشتې له 15 تر 14 د هیواد سیمو کې د سیلابونو اټکل شوی

اوبو او انرژۍ وزارت د کب میاشتې له ۱۵ تر ۱۷ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو خبر ورکړی. د دغه وزارت په وینا؛ د اوبو د کچې د لوړوالي او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود او هلمند سينديزو حوزو په ځانګړي توګه د (کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او ترنک) سیندونو کې شوی دی. یاد وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د سیندونو پر غاړو کې استوګن دي غوښتي، چې د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button