اقتصاد

  د کانونو برخه کې د ۷ ميليارډو ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د کانونو او پټروليم وزارت وايي: پر ټول افغانستان د اسلامي امارت  له بيا واکمنېدو وروسته له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره د ۷ ميلياردو ډالرو په پانګونې، د کانونو د کېندنې تړونونه لاسليک شوي دي.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي: پر ټول افغانستان د اسلامي امارت  له بيا واکمنېدو وروسته له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره د ۷ ميلياردو ډالرو په پانګونې، د کانونو د کېندنې تړونونه لاسليک شوي دي. د دغه وزارت وياند همايون افغان زياتوي ،چې په تېرو دوو کلونو کې يې د ۲۰۰ کوچنيو کانونو د کېندنې تړونونه هم کورنيو شرکتونو ته ورکړي دي. د کانونو او پټروليم وزارت ټينګار کوي، چې اوس مهال، د بدخشان د سرو زرو، د غور د جستو او سربو، نفتي حوزې او د پنجشېر د وسپنې کانونه د پانګونې لپاره چمتو دي او پانګوال کولي شي پانګونه په کې وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بيا وايي: افغان حکومت بايد پانګوالو ته د لا زياتې پانګونې د جلب په موخه لازمې اسانتياوې رامنځته او نړيواله ټولنه هم لګول شوي بنديزونه لرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button