
د کانونو برخه کې د ۷ ميلياردو ډالرو په ارزښت تړونونه شوي
د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې د ټول هيواد په کچه د ۷ ميليارده ډالرو په ارزښت، د کانونو د استخراج تړونونه ترسره کړي دي.
د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې د ټول هيواد په کچه د ۷ ميليارده ډالرو په ارزښت، د کانونو د استخراج تړونونه ترسره کړي دي. د کانونو وزارت د مسئولينو په وينا د دې کانونو د اکتشاف مرحله پيل شوې او تر راتلونکو، يوه دوو کلونو به يې د استخراج بهير هم پيل شي. دوی زياتوي چې په ټولو شرکتونو باندې دا لازمي شوې، چې د ټولو استخراج شويو منرالونو پروسس به هيواد کې ترسره کېږي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې د کانونو په استخراج سره به د هيواد په کچه لسګونه زره هيوادوالو ته د کار زمينه برابره شي. د کانونو وزارت مسئولين زياتوي، چې د روان کال له پيل څخه يې د ۴۱ کوچنيو کانونو قراردادونه کورنيو پانګوالو ته ورکړي، چې په دې کانونو کې، مالګه، نفرايټ، کرومايټ، تالک، سرب، جست، کلسيد، او ځينې نور منرالونه شامل دي.