
اقتصاد
د کانونو او پټروليم وزارت : د قشقرې کان څخه د ورځې ۲۰۰ ټنه تېل استخراجېږي
د کانونو او پټروليم وزارت وايي: د قشقرې كان له څلورو څاه ګانو څخه تر دې دمه د نږدې ۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت نفتي توکي پلورل شوي دي. د راپورونو له مخې، د کانونو او پټروليم وزارت د روان کال د وري مياشتې په ۱۹مه د قشقرې د تېلو کان د استخراجولو کار پيل کړ او له دغه كان څخه هره ورځ د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ټنه تېل استخراجېږي. د کانونو او پټروليم وزارت په خپله ټويټرپاڼه ليکلي ،چې د قشقرې كان له څلورو څاه ګانو څخه تر دې دمه د نږدې ۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت نفتي توکې پلورل شوي دي. د امو سېند د نفتو زېرمه د هېواد په شمال کې چې يوه برخه يې په سرپل او بله برخه يې په فارياب کې ده د تېلو درې بلاکونه لري.