اقتصاد

د کانونو او پټروليم وزارت:  تېر کال مو له ۱۰۰ د ډېرو کوچنيو کانونو تړونونه لاسليک کړي

د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو د (( ملت ته د حکومت دحساب ورکونې)) پروګرام په اړه په خبري غونډه کې وويل ،چې تېر کال په ۱۶ ولايتونو کې د کوچنيو کانونو د استخراج ۱۰۸ بېلابېل قراردادونه له کورنيو پانګوالو سره لاسليک شوي دي. دوی زياتوي ،چې افغانستان به په راتلونکي کې د سمنټو د توليد په برخه کې پر ځان بسيا شي او بهر ته به يې هم صادر کړي چې په دې صورت کې به په افغانستان کې د سمنتو بيه نيمه را ټيټه شي.د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور د دې وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې (( ملت ته د حکومت د حساب ورکولو)) په پروګرام کې وويل، چې په دې وزارت کې د پخواني حکومت کارکوونکي کار کوي او هېڅوک هم د پخواني حکومت د کارمند په توګه له دغه وزارت څخه نه دي ګوښه شوي. نوموړي زياته کړه، کانونه د ټولو خلکو شتمني ده، اسلامي امارت د کانونو په سکتور کې د عدالت، روڼتيا او مسلکيتوب رامنځته کولو ته ژمن دی او د دغه وزارت عوايد د خلکو د آسانتياوو د برابرولو په هدف د ((بنسټيزو او ملي پروژو)) په تطبيق کې لګېږي. دلاور څرګنده کړه، چې د هيواد کانونه د افغانستان د ټولو خلکو ملکيت دی او دا د افغانستان د خلکو حق دی ،چې په عامه سکتورونو کې ترې کار واخيستل شي، نوموړي ډاډ ورکړ ،چې په دې برخه کې به هېڅ ډول خيانت ونه شي. د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست زياته کړه: سړکونه د کانونو مخې ته نه جوړېږي او کانونه د کانونو او پټروليم وزارت له اصولو سره سم قرارداد ته سپارل کېږي، چې له دې لارې د سړکونو په جوړولو کې ګټه واخيستل شي. دلاور څرګنده کړه ،چې دغه وزارت له ټول هيواد څخه څه دپاسه سل تنه مسلکي انجنيران چې د کانونو په برخه کې يې د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې زده کړې کړي دي راټول کړي دي. نوموړي وويل، چې اوس د افغانستان د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو برخو کې کارونه پيل شوي او له همدې امله د کانونو وزارت هم د کانونو د استخراج لپاره اساسي کارونه په لاره اچولي دي.ده زياته کړه: د کانونو او پټروليم وزارت د کانونو په برخه کې د کورنيو او بهرنيو پانګوالو د جذب لپاره زمينه برابره کړې او هره ورځ په دې برخه کې ګڼې غونډې جوړېږي. د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست دغه راز وويل، چې افغانستان به په راتلونکي کې د سمنتو د توليد په برخه کې پر ځان بسيا شي او بهر ته به يې صادر کړي، چې په دې صورت کې به په افغانستان کې د سمنټو بيه نيمه را ټيټه شي. شهاب الدين دلاور وويل، چې د کندهار په شورانډم کې په سل جريبه ځمکه کې د سمنټو د يوې فابريکې د جوړولو تړون لاسليک شوى او دغه فابريکه به په کال کې د يو ميليون ټنه يا شل ميليون بوشلو سمنټو د توليد ظرفيت ولري. دلاور دغه راز زياته کړه، چې په بدخشان کې د سرو زرو کان ٧٥ کيلومتره مربع مساحت لري او په دې برخه کې يې له کورنيو او بهرنيو پانګوالو وغوښتل ،چې په داوطلبۍ کې دې برخه واخلي. په همدې حال کې د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان د دغه وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې تېر کال دغه وزارت په ۱۶ ولايتونو کې د وړو کانونو د استخراج ۱۰۸ بېلابېل تړونونه له کورنيو پانګوالو سره لاسليک کړي دي.ښاغلي افغان زياته کړه: د سرو زرو د وينځلو هغه فعاليت چې پخوا په ناقانونه توګه ترسره کېده، اوس د کانونو او پټروليم وزارت د مسلکي فعاليت لپاره يوه کړنلاره جوړه کړې ده. د همايون افغان په خبره، د دغه پلان له مخې په تخار کې د سرو زرو ۹۹ سيمې سروې شوې او ۷۳ سيمو ته يې مسلکي جوازونه ورکړل شوي او له دې لارې  يوسلوديرش اعشاريه اووه ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي. ښاغلي افغان په بدخشان کې د سرو زرو د ۵۰۰ کانونو د سروې په اړه هم معلومات ورکړل. افغان په دوام وويل، چې د افغانستان په ٢٥ ولايتونو کې د کانونو د قاچاق او غير قانوني استخراج د مخنيوي په خاطر د دغه وزارت د رياستونو تر مديريت لاندې د نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ کميټې جوړې شوي او د کانونو د غير قانوني استخراج مخه نيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button