ګزارش

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: ماهرو افغان کارګرانو ته په بهر کې هم د کار زمینه مساعد وو

20 / 100

شریعت: افغانستان کې یو له لویو ستونزو څخه د افغانانو بېکاري ده، چې د ځینو پوهانو په باور، بهر ته د تللو افغانانو یو لوی لامل هم همدا د بېکارۍ د لوړې کچې ګراف دی. د افغانستان اسلامي امارت هم دا ستونزه مني، خو وایي چې دا ستونزه یوازې په افغانستان کې نه بلکې د نړۍ پرمختللي هېوادونه هم له دې ستونزې رنځ وړي. دوی وایي چې مونږ دې برخې ته جدي متوجه یو او نه یوازې په داخل د افغانستان کې د کار د زمینې برابرولو هڅې کوو، بلکې هغه افغانان چې په کومه برخه کې مهارت لري، هڅه کوو چې په بهرنیو هېوادونو کې هم ورته د کار زمینې مساعدې کړو.

په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې دا ستونزه تائیدوي خو لاملونه یې د افغانستان تېر څلوېښت کلنه جګړه، د نړیوالو له لوري په اوسني حکومت باندې تحریمونه، زدکړو او مهارت کمی ګڼي. هغه وایي: د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره هڅه دا ده چې د دې ټولنې ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي، چې یو له هغو بېکاري ده، متاسفانه بېکاري په دې وروستیو کې یوه نړیواله ستونزه ګرځېدلې چې ډېری پرمختللي هېوادونه هم له دغې ستونزې سر ټکوي او ورسره لاس و ګریوان دي.

ښاغلي ابراهيمي د دغې ستونزې د حل په موخه راتلونکي کې د یو ملي کنفرانس یادونه هم کوي؛ نوموړی وایي: په همدې موخه باندې په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو امارتي ادارو، خصوصي سکتور، نړیوالو، ملي بنسټونو او موسساتو سره په ګډه همغږۍ باندې په کابل کې د کار ملي کنفرانس تیاروي.

ښاغلی ابراهیمي د نیمګړي زدکړو لرونکي افغانانو په اړه وایي: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په کچه هغو ځوانانو ته چې د هغوی زدکړې نیمګړې دي، ورته د فني او حرفوي زدکړو برنامې دایروي، تر څو له دغو لارې یاد کسان په مهارتونو او مسلکونو باندې سمبال شي او د کار په بازار کې په اسانۍ سره جذب شي.

هغه وایي چې هیڅ هېواد خپل ټول وګړي په دولتي ادارو کې په کار نشي ګمارلی او دې برخه کې خصوصي سکټورونه هم ونډه لري. ښاغلی ابراهيمي وایي: بلکې د خصوصي سکتور پر مټ باندې ډېری ځوانانو ته د کار زمینه مساعده کېږي، چې په همدې سره د افغاستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه دا ده چې خصوصي سکتور څخه قوي او کلک همایت وشي، تر څو له هغې لارې په هېواد کې ډېری کاري فرصتونه رامنځته شي، په ځانګړې توګه ځوانانو ته تر څو دوی د بېکارۍ له رنځ څخه خلاص او د افغانستان د ابادۍ، پرمختګ او ترقۍ لپاره خوله په خپل ملک کې توی کړي.

هغه دا هم وویل چې مونږه دا هڅه هم کوو چې ماهر افغانانو ته په بهر هېوادونو کې د کار زمینې مساعدې کړو او په همدې خاطر یاد وزارت په دې وروستیو کې ځیني سفرونه هم کړي دي، چې له مخې یې د قطر، مسکو او ځینو نورو هېوادونو له چارواکو سره له نږدې لیدلي دي او د افغان ماهرو کاریګرو د کار زمینې په اړه بحثونه شوي دي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button