
ټولنه او کلتور
د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې به ډېر ژر پیل شي
د ټولګټو وزارت سرپرست وايي، چې د کابل – کندهار لویې لارې د جوړېدو او اساسي ترمیم چارې به ډېر ژر پیل او په څو برخو کې به بشپړې شي. د ټولګټو وزارت په اعلامیه کې د دغه وزارت د سرپرست له قوله راغلي چې د کابل – کندهار د لویې لارې د جوړېدو او اساسي ترمیم چارې روانې دي. د ټولګټو وزارت سرپرست د دغه وزارت د مرکز او ولایتونو رییسانو ته لارښوونه کړې، چې د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د حل او د سړکونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې اساسي کار وکړي، څو هېوادوال په اسانه تګ راتګ وکړي. د کابل – کندهار لویه لار د هېواد له مهمو سړکونو څخه ده، چې هره ورځ پرې زرګونه مسافر او بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي. دا سړک په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او چاودنو له امله سخت زیانمن شوی دی.