ټولنه او کلتور

د کابل ښار په مختلفو سیمو کې له ۲۸ لوړپوړیزو ودانیو او اصنافو څخه د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

۱۴۴۴کال د رجب ۴مه/ کابل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ورځنیو او شپنیو نظارتي ټیمونو په تیرو ۲۴ساعتونو کې د کابل ښار د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه د کابل ښار په ۵،۴،۳،۲،۱۲ او ۱۳ ناحیو کې د ۱۱ لوړپوړیزو ودانیو او یوه روغتون د مرکز ګرمیو سیسټمونو څخه نظارت وکړ؛ مسوولینو ته یې شته ستونزې په ګوته کړې، د دود دتصفیې فلټرونو د فعال ساتلو سپارښتنه یې ورته وکړه او ترې و یې غوښتل چې چاپېریال اصول مراعت کړي.

همدا راز د دې ادارې مفتشینو د ۱۷مختلفو اصنافو (سونا حوضونو او حمامونو) فعالیتونو څخه نظارت وکړ او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ټولو صنعتي فعالیتونو او مختلفو اصنافو له مالکینو غواړي چې خپل فعالیتونه د چاپېریال قانون مطابق ترسره کړي، د دې ادارې د چاپېریالي چارو مفتشین شپه او ورځ د ښار په مختلفو سیمو کې صنعتي او صنفي فعالیتونه په جدي توګه څاري او سرغړوونکي د قانون منګولو ته سپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button