اقتصاد

د کابل ښار موټر چلوونکي: حکومت دې د تېلو او ګازو بيې را ټيټې کړي

د کابل ښار اوسېدونکی سيد نواب سادات ،چې په ښار کې ټکسي چلوي وايي: د تېلو بيې لوړې دي او کاروبار ورته ګټه نه‌کوي.دی له اسلامي امارته غواړي چې د تېلو او ګازو بيې کنترول کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی سيد نواب سادات ،چې په ښار کې ټکسي چلوي وايي: د تېلو بيې لوړې دي او کاروبار ورته ګټه نه‌کوي.دی له اسلامي امارته غواړي چې د تېلو او ګازو بيې کنترول کړي. ((له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، چې د تېلو او ګازو بيې راښکته کړي، خلک بېوزله دي، ټکسي نه شي نيولای او که په کمو پيسو موږ ورسره ځو، بيا موږ ته ګټه نه کوي. )) د کابل ښار بل اوسېدونکی زمری بيا وايي، چې اسلامي امارت بايد په اړوند جدي اقدام وکړي او له بازار څخه د مافيا لاسونه لنډ کړي: (( که نورې بيې نه شي راټيټولای، خپله امارت دې تېل وارد کړي او د مافيا له لاسه يې دې واخلي.)) د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خانجان الکوزی بيا وايي: که له روسيې د شوي تړون له مخې نفتي توکي راورسېږي، د هېواد په بازارونو کې به بيې نورې هم راټيټې شي: (( دوه مياشتې کېږي، چې نرخونه په نړيواله کچه يو ډول دي، د بېلګې په توګه يو بېرل تېل په ۹۰ يا ۸۹ يا ۸۸ ډالرو دي او له هغه سره سم موږ دلته د مارکېټونو د تنظيم رياست هم لرو،چې بيې کنټرولوي، هيله‌مند يو چې په راتلونکې کې هم کومه ستونزه پيدا نه شي.)) په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د تېلو بيې د دوی تر کنترول لاندې دي.د دغه وزارت وياند عبدالسلام جواد وايي: ((موږ هيله‌مند يو چې په راتلونکو اوونيو کې بيې نورې هم راټيټې شي، غواړو چې له نړيوالو بازارنو سره زموږ بيې برابرې وي. د غنمو، ګازو او تېلو کوم قراردادونه مو، چې له روسيې سره کړي، هغه هم را روان دي.)) د اقتصادي چارو کارپوه محب شريف بيا وړانديز کوي، چې د بازار څارنې ترڅنګ بايد اسلامي امارت تصدۍ رامنځ ته کړي: ((اوس چې په نړۍ کې بيې راټيټې شوې او نږدې د عادي کېدو خواته روانې دي، په افغانستان کې د تېلو بيې لا هم لوړې دي، زه فکر کوم د حکومت څارنه کمه شوې او هغه د تېلو مافيا په خپل سر بيې ټاکي.)) دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د روسيې صدراعظم مرستيال الکساندر نوواک ټاس خبري اژانس ته ويلي وو،چې روسيه کولای شي د اوږدې مودې لپاره د منځنۍ آسيا او يا ايران له لارې افغانستان او پاکستان ته ګاز صادر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button