ټولنه او کلتور

د کابل ښاروالۍ د خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د کابل ښاروالۍ ۱۷۰ خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه.

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د کابل ښاروالۍ ۱۷۰ خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه.

په دې اړه غونډه چې نن يکشنبه «رمضان المبارک ۴مه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رئيس او د کابل ښاروالۍ معين ويناوې وکړې.

د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني وويل اسلامي امارت ولس سره د کړو ژمنو د عملي کولو په هڅه کې دی، مسلکي او اهل کسانو ته د کار په سپارلو سره غواړي چې ولس ته په ښه توګه خدمات وړاندې کړي. همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سرپرست رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله د ازموينې پروسه شفافه وبلله او ګډونوالو ته په اشارې يې وويل چې که هرڅوک په کومه برخه کې شکايت ولري، د مسؤلينو له لوري په وخت رسيدګي ورته کيږي.

همدا راز په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د خدماتو معين مولوي خالد سجستاني وويل چې په اسلامي امارت کې ټاکنې د واسطې او ملګرتيا په اساس نه کيږي، مګر د يوې اصولي او شفافې پروسې له لارې وړ کسان په دندو ګمارل کيږي.

په پای کې د الکترونیکي ازموينې له بهير څخه ليدنه وشوه او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button