ګزارش

د کابل ښاروالي: هیڅوک بې ثبته کراچۍ ښار کې نشي ګرځولی

د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د ښار لا منظم والي په خاطر د کراچیو د ثبت پروسه شروع کړې ده، چې له دې سره به د ښار ټولې کراچۍ ثبت، رنګ او ځانګړي نمبرونه ورکول کېږي. د کابل ښاروالۍ په وینا چې دا کار یې د ښار منظم والي او د ښاریانو د مالونو ډاډمن انتقال لپاره کړی دی. ښاریان او کراچیوانان له دې اقدامه هرکلی کوي او د لا زیاتو کارونو غوښتنه کوي.

د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د ښار لا منظم والي په خاطر د کراچیو د ثبت پروسه شروع کړې ده، چې له دې سره به د ښار ټولې کراچۍ ثبت، رنګ او ځانګړي نمبرونه ورکول کېږي. د کابل ښاروالۍ په وینا چې دا کار یې د ښار منظم والي او د ښاریانو د مالونو ډاډمن انتقال لپاره کړی دی. ښاریان او کراچیوانان له دې اقدامه هرکلی کوي او د لا زیاتو کارونو غوښتنه کوي.

په دې هکله مو د کابل ښار له یو څو کراچیوانانو سره خبرې وکړلې، دوی هم له دغه کاره خوښ دي، خو له حکومته غواړي چې ځوانانو ته کاري فرصتونه زیات کړي، تر څو په ښار کې کراچیوانان کم او د اړتیا وړ کسان پاتې شي.

رازق چې د کابل ښار د اولې ناحیې په ساحه کې کار کوي، له خپل کاره شکایت کوي او وایي چې تر اوسه مې دستلاف نه دی کړی، خو د حکومت له دغه اقدامه خوښ برېښي، چې په وینا یې له دې سره اوس غله ورک شوي دي.

غلام محمد هم د کابل ښار کې ګرځي او د خلکو مالونه په کراچۍ کې له یو ځای څخه بل ځای ته وړي، دی وایي چې کراچۍ مې رنګ کړې آو راجستر کړې ده، خو تر اوسه راڅخه حکومت نه مالیه غوښتې ده او نه به یې له بل چا غوښتې وي. دی وایي که حکومت راباندې مالیه ولګوله، نو کرچۍ او اسناد هر څه به ورته پرېږدم.

محمد دوست چې له عمره ځوان ښکاري، وایي چې تر ۱۴م ټولګي پورې مې د ریاضي برخه کې زدکړې هم کړي دي، خو د بېکارۍ له وجې په ښار کې کراچۍ ګرځوم او د نورو مالونه وړم او راوړم. دی وایي چې زمونږه یو ملګري د کراچۍ اسناد نلرل، بیا څو ورځې یې کراچۍ حکومت په سرای کې درولې وه، تر څو یې چا ضمانت وکړ، اسناد یې واخیستل او کراچۍ یې راخوشې کړله.

دغه موضوع مو د اولې حوزې د کنټرول برخې امر رفیع الله عمر سره شریکه کړله؛ دهٔ و ویلې، چې تر اوسه مو په دوه میاشتو کې ۳زره کراچۍ ثبت کړې دي او که چېرې بې ثبته کراچۍ مو ولیدله نو په اول او دویم ځل ورته وینا کوو او په درېیم ځل یې کراچۍ په یو سرای کې دروو، تر څو د کراچۍ ثبتولو ته مجبور شي. دی وایي چې دا کار مو د مالیې لپاره نه دی شروع کړی، نه مو مالیه اخیستې ده او نه به یې واخلو. ښاغلي عمر د دې پروسې د پېلېدلو لاملونه د ښاریانو د مالونو ورکېدل وګڼل، چې ګواکې مخکې به ځینو کراچیوانانو د ښاریانو، په ځانګړې توګه د هغو خلکو چې له کلیو راغلې وي او نسبتا ساده وي، مالونو د کراچیوانانو په بهانه غلا کول.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی بیا وایي چې په ښار کې د کراچیانو موضوع له ۲۰ کالو راهیسې جنجالي ده، چې څه باندې ۲ کاله کېږي، د کابل ښاروالۍ په یو مشخصه بڼه منظمې کړي دي. نوموړي زیاته کړه: نور قطعاً چاته اجازه نشته ده، چې د کابل ښار کې کراچۍ ولري او کومې چې پاتې دي، په یو موقتي ډول په ځینو ځایونو کې تنظیم شوي دي او د قانونو مطابق مخته ځي. هغه وایي چې دا کسان به هم تر هغې دلته وي، تر څو نور ترتیبات تنظېمېږي.

 

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button