سرلیکنې

د کابل په کوربتوب د سیمه ییزې همکارۍ غونډه او برياوې!

پلازمينه کابل وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د سيمه ييزې همکارۍ د غونډې کوربه و، چې د روسیې، چين، ايران اوپاکستان په ګډون په کې د شاوخوا لسو سیمه ییزو هيوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو برخه اخيستې وه.

پلازمينه کابل وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د سيمه ييزې همکارۍ د غونډې کوربه و، چې د روسیې، چين، ايران اوپاکستان په ګډون په کې د شاوخوا لسو سیمه ییزو هيوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير په ډېر تفصيلي، منطقي او قانع کوونکي شکل د افغانستان اوسنی انځور ګډونوالو سره شريک کړ او هغوی ته يې يو ځل بيا په څرګند ډول وويل چې افغانستان کې اوسنی وضعیت د سيمې او نړۍ لپاره ګواښ نه، بلکې فرصت دی او د اسلامي امارت لپاره د سيمې امنيت او ثبات ځانګړی ځای لري.

د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې د کابل په کوربتوب دغه ډول سيمه ييزې غونډې د افغانستان او سيمی لپاره له څو برخو ډېر ارزښت لري:

لومړۍ دا چې په دې سره د افغانستان اسلامي امارت کولی شي‌ د ځينو نړيوالو سازمانونو د تبليغاتو خلاف سيمې او نړۍ ته د افغانستان رښتینی انځور او دريځ وړاندې کړي.

بل دا چې ځينې هيوادونه او سازمانونه په لوی لاس هڅه کوي، چې د خپلو غوښتنو د منلو لپاره اسلامي امارت له نړۍ لرې او په انزوا کې وساتي؛ خو دغه ډول غونډې کولی شي، چې سيمې او نړۍ سره د اړيکو رغولو برخه کې اسلامي امارت سره مرسته وکړي او نړيوال قانع کړي، چې د افغانستان اوسني وضعيت د امريکا او لوېدیځې نړۍ پر ځای بايد له واقعي لیدلوري وګوري او خپلې ګټې او موخې خپله ترسیم کړي.

په عموم کې دغه ډول غونډې د سيمې د هيوادونو ترمنځ همغږي او همکاري پراخوي، چې ورسره په سيمه کې ثبات، اقتصادي ودې او پرمختيا ته لاره هواريږي او سيمه د تل لپاره له ستونزو او کړاوونو څخه د فرصتونو او پرمختګونو پر لور د ګام اخيستنې جوګه کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button