ګزارش

د کابل ټایمز ورځپاڼې ۶۲ کالن مزل

د کابل ټایمز ورځپاڼه چې له ۶۲کالو راهیسې خپرونې لري، نن یې د ۶۳ کال پیل هم وکړ. دغه ورځپاڼه د ظاهر په واکمنۍ کې منځټه راغلې ده.

د کابل ټایمز ورځپاڼه چې له ۶۲کالو راهیسې خپرونې لري، نن یې د ۶۳ کال پیل هم وکړ. په دې اړه مې د یادې ورځپاڼې د تصحیح برخې له یوه غړي محمد داود نجرابي سره خبرې کړې دي او د یادې ورځپاڼې د پرمختګ لامل مې ترې پوښتلی دی، دی وایي چې دې ورځپاڼې تل هغه حقایق نشر کړي دي، چې عوام یې هم شاهد دی، یانې د لوستونکي او لیکنې ترمنځ د شک او شبهې ځای نلري او پر وخت یې رسولي دي، خو ده یې د تشکلیل د کمښت یادونه هم وکړه، د ده په وینا پخوا یې کاري ډله ۳۰ نفره وه او اوس فقط ۵ نفره دي.

د یادې ورځپاڼې له اوسني مسؤل مدیر نېک محمد نېکمل سره مو هم په دې اړه خبرې وکړې، نېکمل وایي چې اوس موږ ټوله اونۍ نشرات لرو، چې دوه ورځې چاپې او نورو ورځو کې انلاین وي، چې د دې ورځپاڼې لوستونکي ورځ تر بلې په ډېرېدلو دي. نوموړی وایي چې زمونږه له دې برخې څخه ستر هدف نړۍ ته د افغانستان واقعي انځور ښودل دي او دې برخه کې مو پرمختګ هم کړی دی. هغه یې د کم تشکلیل لامل د دې برخې له ریاسته امریت ته بدلون او له ۸ څخه ۴ پاڼو ته د ورځپاڼې مقدار ښکته کېدل ګڼي. ښاغلي نېکمل دا هم و ویلې، چې دا هڅه هم کوو، چې په راتلونکي کې دغه ورځپاڼه تر نورو هېوادونو هم ورسوو او په دې برخه کې کار روان دی.

د دې ورځپاڼې د ۶۲ مي کالیزې په ویاړ د هېواد ځینو سیاسي او مشهورو څېرو هم پیغامونه رالېږلي، چې له ډلې یې د افغانستان د نشراتو معین مهاجر فراهي یې په اړه وایي: دغې ورځپاڼې د خپل ۶۲کالن فعالیت په دوران کې د هېواد مهم مطالب خپاره کړي دي او په افغانستان پېژندنه کې یې له نړیوالو سره مرسته کړې ده.

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست وزیر خیرالله خیر خواه د دې ورځپاڼې په اړه لیکي: دا ورځپاڼه هره ورځ د افغانستان په اړه معلومات په انګلیسي ژبه د هغو کسانو لپاره خپروي چې په انګلیسي پوهېږي، په ځانګړې توګه بهرنیان، مسؤلین او نور کارکوونکي یې ژمن دي، چې لوستونکو ته په انګلیسي ژبه کره او مفصل معلومات وړاندې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یې دې وروستي دوه نیم کالن مزل ته اشاره کوي او وایي چې دغه موده کې ډېره کامیابه مخته تللې ده او د افغانستان له حالاتو یې ډېره ښه ترجماني کړې ده.

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت فرهنګي مرستیال عتیق الله عزیزي یې په اړه بیا داسې وایي: ما چې تقریبا دوه لسیزې مخکې د کابل ټایمز ورځپاڼه لیدلې وه او اوس یې چې ګورم، نو د صحافت، محتوا او معلوماتو د ښه والي له اړخه یې زیات تغیرات وینم. دی وایي چې د ورځپاڼو اهمیت په دې کې هم دی، چې دروغ پکې نشي ویل کېدلی، ارشیف کېدلی شي او د لوستلو فرهنګ زیاتوي.

په قطر کې د افغانستان د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین، چې د همدې ورځپاڼې مسؤل مدیر هم پاتې شوی دی، وی وایي، چې کابل ټایمز د هېواد په دولتي رسنیو کې ځانګړی ځای او اهمیت لري، په روانه او سلیسه انګلیسي ژبه نړۍ ته د هېواد د حالاتو د عیني انځور او رسمي دریځ د رسولو کامیابه هڅه کوي، د نشر لپاره ښه موضوعات انتخابوي او پر ځای تحلیلونه لري.

۱۳۴۰، د حوت اتمه یا ۱۹۶۲ کال د فبروري، ۲۷مه هغه ورځ وه، چې کابل ټایمز د نشراتو برخه کې ایجاد شو. دغه ورځپاڼه د ظاهر شاه په دولت او د داود خان په صدارت کې د صباح الدین کشککي تر ریاست لاندې تاسیس شوه، چې هغه وخت به په اونۍ کې دوه یا درې ځله چاپېده او تقریبا دوه کاله وروسته یې د ورځپاڼې نوم ترلاسه کړ او هره ورځ به چاپېده. د وخت اړتیا ته په کتلو، چې هغه بهرنیانو چې افغانستان ته یې خپل تګ – راتګ زیات کړی و او د دې هېواد په اړه یې کامله پوهه نلرله. د مسوولینو په وینا هغه وخت فقط د کابل راډیو په نامه یوه رسنۍ وه، چې په پښتو او دری به یې خپرونې لرلې او انګلیسې ژبه کې کومې رسنۍ فعالیت نه درلود. دغه ورځپاڼه چې په انګلیسي ژبه خپرونې لري، نو ډېری لوستونکي یې بهرنیان او  هغه کسان دي، چې له انګلیسي ژپې سره بلدتیا ولري. اوس دغه ورځپاڼه د داخلي ادارو سربېره په سفارتونو او هوایي میدانونو کې هم زیاته د لوستلو وړ ده.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button