
د کابل – شانګهای ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل شو
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وويل، هغه هيوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا ته ژمن دي او زموږ له سوداګرو سره ښه چلند کوي،مننه ترې کوو.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وويل، هغه هيوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا ته ژمن دي او زموږ له سوداګرو سره ښه چلند کوي،مننه ترې کوو. ملا عبدالغني برادر زياته کړه،نن چې د افغانستان اقتصادي وضعيت د پرمختګ په لور روان دی دا دسوداګرو او صنعتکارانو د هڅو پايله ده او دا په داسې حال کې ده،چې د افغانستان داقتصادي وضعيت پر بهبود نړۍ هم اعتراف کوي. ملا برادر زياته کړه، د يو هيواد د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره امنيت ډېر مهم دی، چې له نېکهمرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنيت تامين شوی، له همدې امله په کور دننه او بهر کې له مېشتو افغان پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې راشي او په خپل هيواد کې پانګونه وکړي.د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال د خپلو خبرو پر مهال وويل: د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډيو، سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پربنسټ ښې اړيکې غواړي، په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان مهاجرينو سپکاوی دوی ته د منلو وړ نه دي او دغه راز يې له يادو هيوادونو څخه د متقابل احترام غوښتنه وکړه.