سرلیکنې

د کابل زياتېدونکې وچکالي او حللارې؟!

څو کاله کېږي، چې نړۍ کې د اقليمي بدلون له امله خورا ناوړه اغېزې راښکاره شوي دي، چې وچکالي او پاکو اوبو ته لاسرسي کې ستونزې به يې د انسانانو لپاره ډېرې ناوړه پايلې ولري.

څو کاله کېږي، چې نړۍ کې د اقليمي بدلون له امله خورا ناوړه اغېزې راښکاره شوي دي، چې وچکالي او پاکو اوبو ته لاسرسي کې ستونزې به يې د انسانانو لپاره ډېرې ناوړه پايلې ولري.

افغانستان او په ځانګړي ډول ګڼ مېشته پلازمينه کابل هم له دغې ستونزې ډېره اغېزمنه شوې ده، ورځ تر بلې د تر ځمکې لاندې اوبو سطه ټيټېږي او سږکال خو بيا يوه بله ننګونه دا هم ده، چې د معمول خلاف تر اوسه پورې واوره او باران هم نه دي شوي او د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو پر اساس د واورو اټکل نشته او که وشي هم ډېره ناوخته به وي، چې په دې سره به اوبو ته د نه لاسرسي ستونزه لا ډېره جدي او سخته شي.

حکومت ته پکار دي چې د دې ستونزې د دايمي حل لپاره کوټلي اقدامات وکړي، له ټولو لومړی او هر څومره ژر چې امکان لري، پلازمینې کابل ته د پنجشېر سيند څخه د اوبو د ښه راليږد پروژه بايد پيل او تطبيق شي.

د پنجشېر سيند د جغرافيايي موقعيت له پلوه يو مهم سيند دی، اهميت يې دا دی چې له کاپيسا، پروان او کابل ولايتونو څخه تېرېږي او له پلازمينې کابل ښار څخه ۱۳۷ کيلومتره فاصله لري.

 د تر ځمکې لاندې اوبو د کنترول لپاره دا بهترين تصميم دی چې د پنجشېر سيند، کابل ته راوګرځول شي، ترڅو ګڼ شمېر ګټې او مزاياوې ترې ترلاسه شي لکه:

۱. د ځمکې لاندې اوبه به تر ډېره بريده له ضايع کېدو وژغورل شي او سطحه به يې لوړه شي.

۲. د کابل ښار اوسېدونکي به د څښاک او استعمال پاکو اوبو ته لاسرسی ولري‌.

۳. د کابل ښار به زرغون شي.

۴. دولت ته به له دې لارې ښه عوايد ترلاسه شي.

۵. سلګونو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.

دغه راز بايد د پاکو اوبو شرکتونو ته لاپخوا حکومت ويلي وای، چې له ښاري سيمو دې خپل شرکتونه اطرافي سيمو ته انتقال کړي، ځکه چې دوی له اندازې ډېرې اوبه له ځمکې راباسي، چې ورسره د اوبو سطحه ټيټېږي، حکومت بايد د خپلې دغې پرېکړې او حکم د تطبیق لپاره لازم اقدامات وکړي.

رسنۍ، د جوماتونو امامان، استادان او بانفوذه شخصيتونه هم بايد په دې برخه کې خپل مسئوليت ترسره کړي او د عامه پوهاوي له لارې د اوبو د سپما لپاره کار وکړي، تر څو تر ممکنه حده د دغې جدي اجتماعي ستونزې حجم راکم کړآی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button